تازه خبرونه

افغانستان کې موجوده وسله ترهګر د پاکستان پر ضد کاروي: امریکایی مجله

امریکایی مجله په راپور کې وایی چې افغانستان کې موجود ترهګره ډله تحریک طالبان پاکستان له امریکایی ځواکونو پاتې وسلې د پاکستان پر ضد کاروي
د پاکستان چارواکو ترمخه افغانستان کې موجودې ترهګرې ډلې سیمه ایزو هیوادونو لپاره ستر ګواښ دې

د پاکستان امنیتي چارواکو ترمخه تحریک طالبان پاکستان د افغان خاوره پاکستان پر ضد کاروي او ددې تاید نړیوالو هیوادونو او رسنیو هم په خپلو راپورونو کې کړې دې

یوې امریکايي مجلې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ کې له نیټو ځواکونو څخه پاتې شوې وسلو په اړه یو مهم راپور خپور کړې دې

په خپل راپور کې دې امریکایی مجلې  ویلي چې تحریک طالبان پاکستان    په افغانستان کې د موجودو امریکايي وسلو په وسیله په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي

دی جیو پالیټکس مجلې د معلوماتو له مخې، ټي ټي پي خوارج  په دوامدار ډول د پاکستاني ځواکونو او ملکي وګړو پر ضد بریدونه ترسره کوي او په خېبر پښتونخوا کې یې ګڼې ترهګریزې او له تاوتریخوالې ډکې پېښې کړي دي

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې په ۱۹دسمبر هم په شمالي وزیرستان کې په بویا سیکوریټي کیمپ باندې ترهګرو یو خونړې برید وکړو

په دې ځانمرګي برید کې ۴ پاکستاني امنیتي سرتیري شیهدان شوي، د یاد برید ذمه واري د ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي څخه بیلې شوې د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه واخسته

راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي وسلو ارزښت له ۷ میلیاردو ډالرو څخه زیات دی، او د ایم ۴ او ړ ۱۶  ډول رائفلې، د نایټ ویژن لپاره وسلې  او نور امریکايي وسلې اوس د ترهګرو تر لاسرسي لاندې دي او دوی ی په دوام داره توګه کاروي

د راپور له مخې، دغه وسلې په افغانستان کې په بلیک مارکیټ  کې ترهګریزو شبکو ته پلورل کېږي

د امنیتي سرچینو په وینا، پاکستان دا ثابته کړې او نړیوالو هیوادونو او ملګرو ملتونو ته ی ور په ګوته کړې چې په افغانستان کې موجود ترهګر د همدغو امریکايي وسلو په کارولو بریدونه ترسره کوي

افغان طالبان له دې انکار کوي

د پاکستان او نړیوالو رسنیو دې روښانه دریځ او راپورونو روسته هم د افغانستان طالب چارواکي له دې انکار کوي چې د پاکستان پر ضد د افغانستان خاوره نه کارول کیږي

پورته یاده امریکایی مجلې راپور ددې خبرې تاید کوي چې په افغانستان کې ترهګرې دلې د پاکستان پر ضد بریدونه پلان کوي او بیا په پاکستان کې ترسره کوي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *