تازه خبرونه

شهباز شریف: پاکستان هند ته داسې سبق ورکړې چې کله به ی هم هیر نه کړي

وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې په آزاد کشمیر کې ی د څلورو دانش سکولونو جوړولو منظوري ورکړې دې
وزیراعظم شهباز شریف آزاد کشمیر کې د زده کونکو یوې دستورې ته وینا وکړه

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په آزاد کشمیر کې د زده کوونکو لپاره راجوړه شوې یوه غونډه کې اوویل چې آزاد کشمیر کې به ډیر زر دانش پوهنتون جوړ شي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په خپل یو تازه بیان کې ویلي دي چې د مې ۲۰۲۵ جګړه کې د پاکستان دفاعي ځواکونو  هند ته داسې سبق ور وښود چې هغه به ی تل په یاد وساتي او کله به ی هم هیر نه کړي

د  مظفرآباد په آزاد کشمیر پوهنتون کې د زده‌کوونکو تر منځ د لیپ‌ ټاپونو  د وېشلو لپاره راجوړه شوې دستوره کې د وینا پر مهال  وزیراعظم شهباز شریف  وویل چې
لیپ‌ټاپ یوازې یوهمشین نه دې  بلکې دا یو وژن،یعني لید دی.

هغه ټینګار وکړو چې  که لیپ‌ټاپ ورکول رشوت وای، نو نن به زموږ ځوانان څنګه ډاکټران او انجنیران شوي وای؟ وزیراعظم زیاته کړه چې تر اوسه یو هم لیپ‌ټاپ په سفارش نه دی ورکړل شوی

شهباز شریف وویل چې په آزاد کشمیر کې د څلورو دانش ښوونځیو د جوړولو منظوري ورکړل شوې ده او ډېر زر  به دلته دانش پوهنتون هم جوړ شي

وزیراعظم زیاته کړه چې د  مې ۲۰۲۵ جګړه کې د پاکستان پوځ هند ته داسې سبق ور وښود چې تل به یې یاد وي. ډېرزر به هغه وخت را ورسېږي چې کشمیر به  پاکستان جوړ شي او مقبوضه کشمیر به ازاد شي. ټینګاری وکړه چې موږ به د اتحاد او یووالي له لارې کشمیریانو ته خپل حق ورکوو

Related Articles

ختیځ افغانستان: قبایلي مشرانو د کابل حکومت په تېرولو له پاکستان سره مستقیم تماس نیولی، او له دوو میاشتو وروسته مهمې لارې بېرته پرانېستل شوې

April 15, 2026

د سي ټي ډي خیبر پښتونخوا د راپور له مخې، په تېرو ۶ کلونو کې له ۱۵ زرو څخه زیاتو عملیاتو کې ۱۵۵۷ ترهګر وژل شوي او ۴۴۸۷ نیول شوي، او سږ کال ۲۴۳ ترهګر له منځه وړل شوي دي

April 15, 2026

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټېرېش له مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار سره ټیلیفوني خبرې کړې دي، د اسلام آباد مذاکراتو او د سیمه‌ییزې سولې لپاره یې د پاکستان هڅې ستایلي او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی

April 15, 2026

اسلام آباد کې د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو او مهمو مسایلو په اړه خبرې اترې روانې دي، چې پکې د سولې، امنیت او سیمه‌ییزو تاوتریخوالو کمولو هڅې کېږي

April 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *