تازه خبرونه

د لېبیا د پوځ مشر محمد علي احمد الحدّاد په هوایی پيښه کې ژوند له لاسه ورکړې

د لیبیا پوځ مشر له اسن‌بوغا نړیوال هوايي ډګر څخه تر الوتنې لږ وروسته تخنیکي ستونزه له امله په پیښه کې اته کسان وژل شوي
د انقرې ته نږدې د الوتکې د غورځېدو ځای کې د ژغورنې او امنیتي ځواکونو هڅې پیل کړې

فایل فوټو: په انځو رکې د لیبا پوځ مشر خپل پلاوي سره په انقره کې د ترکي پوځي چارواکو سره ولاړ دې( فوټو کریډټ ، رایټرز خبري آژانس) (د لیبیا پوځ مشر او ورسره نور پوځي افسران په انقره کې د سیمه ایزې همکارۍ لپاره راجوړه شوې غونډه کې ګډون کولو وروسته واپس روان وو چې ددوی الوتکه د پیښې ښکار شوه)

 د لېبیا د د پوځ مشر محمد علي احمد الحدّاد د ترکیې د پلازمېنې انقره ته نږدې د الوتکې په یوه خواشینوونکې پېښه کې ژوند له لاسه ورکړې  

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې الوتکه د اسن‌بوغا نړیوال هوايي ډګر څخه تر پورته کېدو لږه شېبه وروسته د تخنیکي خرابۍ له امله ولوېده او په بشپړه توګه ویجاړه شوه

د ترکي چارواکو په وینا، دا پېښه د سې شنبې په ماښام رامنځته شوې چې پکې ټول اته کسان وژل شوي دي. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې د لېبیا څلور لوړپوړي پوځي افسران، د پوځ د لوی درستیز یو سلاکار، د لوی درستیز له دفتر سره تړلی یو انځور اخیستونکی (فټوګرافر) او د الوتکې درې کسیزه عمله شامله ده

لومړې پلټنې

ترکي چارواکي وايي چې د لومړنیو پلټنو له مخې د تخریب یا ترهګریز اقدام هېڅ نښې نه دي موندل شوي. د معلوماتو له مخې، د الوتنې پر مهال د الوتکې د برېښنايي سیستم د خرابۍ راپور ورکړل شوی و او د بېړنۍ ناستې غوښتنه شوې وه، خو تر هغې وروسته له الوتکې سره اړیکه پرې شوې ده

د لېبیا لومړي وزیر عبدالحمید الدبیبه د محمد علي احمد الحدّاد مړینه تایید کړې او ژوره خواشیني یې څرګنده کړې ده. نوموړي وویل چې لېبیا له داسې یوه لوړپوړي پوځي مشر څخه بې‌برخې شو چې په نظم، مسلکي صداقت او ملي ژمنتیا سره یې هېواد ته خدمت کړی و.

 د هغه په وینا، وژل شوو افسرانو د ملي امنیت او بنسټیز ثبات لپاره مهم رول ادا کړی و

په دې پېښه کې وژل شوي نور لېبیایي پوځي چارواکي جنرال الفیتوري غریبیل (د ځمکنیو ځواکونو لوی درستیز)، بریګېډیر جنرال محمود القطاوي (د پوځي تولیداتو ادارې مشر)، محمد العساوي دیاب (د پوځ د لوی درستیز سلاکار) او محمد عمر احمد محجوب دي. د الوتکې درې واړه د عملې اهلکار هم په پېښه کې وژل شوي

درې ورځنی ملي ماتم

د ملګرو ملتونو له لوري په رسمیت پېژندل شوې د لېبیا د ملي یووالي حکومت د دې پېښې له امله د درې ورځني رسمي ماتم اعلان کړی دی. د ماتم پر مهال به پر ټولو دولتي ودانیو ملي بیرغونه نیم ځوړند وي او ټولې دولتي مراسم او جشنونه به لغوه و.

لېبیایي پوځي پلاوی د ترکیې په سفر کې و، چې  په انقره کې د لوړې کچې دفاعي خبرو اترو لپاره تابیا شوې غونډه کې ګډون وکړي،  د دغو خبرو موخه د لېبیا او ترکیې ترمنځ د پوځي همکاریو پراخول وو.

 له پېښې وړاندې محمد علي احمد الحدّاد او د هغه پلاوي د ترکیې د دفاع وزیر یشار ګولر او نورو لوړپوړو پوځي چارواکو سره لیدنې کړې وې

محمد علي احمد الحدّاد د ۲۰۲۰ کال د اګست په میاشت کې د ملګرو ملتونو له لوري په رسمیت پېژندل شوې د لېبیا حکومت له خوا د لوی درستیز په توګه ټاکل شوی و.

هغه د لېبیا د وېشل شویو پوځي بنسټونو د یووالي لپاره د ملګرو ملتونو تر څار لاندې هڅو کې یو مهم او اغېزناک رول لوبولی و

د ترکیې حکومت  پلټنې

د ترکیې د عدلیې وزارت د الوتکې د پېښې رسمي پلټنې پیل کړې دي، او د ژغورنې ډلې د انقرې ته نږدې د پېښې ځای ته رسېدلې دي. ترکي چارواکي وايي چې د پلټنو تر بشپړېدو وروسته به د پېښې د لاملونو په اړه تفصیلي راپور خپور شي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *