تازه خبرونه

 ایران ولسمشر : ایران ژمن دی چې د  افغانستان سره  اړیکی پیاوړتیا کړی

مسعود پزشکیان د ګډو سرحدي سیمو پر همکارۍ ټینګار کړی او ویلي ی دي چې ایران د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د ثبات او اقتصادي پیاوړتیا لپاره هڅې زیاتوي
د ایران او افغانستان بیرغونه د ګډې پولې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او سرحدي همکارۍ نښه

په دې وروستیو کې په ایران کې د افغانستان په اړه تابیا شوې غونډه کې که یو اړخ ته افغانستان ګډون و نه کړو خو بیا هم په دې غونډه کې د افغانستان د امن او ثبات په اړه ټینګار وشو

 د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان یو ځل بیا د افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو پر ژمنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تهران به  په ځانګړي ډول د ګډو سرحدي سیمو په کچه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې روانې وساتي

ایراني رسنیو د ولسمشر له قوله ویلي، چې نوموړي دا څرګندونې د جنوبي خراسان ولایت د سفر پر مهال کړې دي؛ هغه ولایت چې له افغانستان سره ګډه پوله لري

ولسمشر پزشکیان د دغه ولایت له والي غوښتي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي

د ولسمشر دغه څرګندونې په داسې مهال کړی  چې افغانستان هڅه کوي خپلې سیمه‌ییزې او سوداګریزې لارې  زیاتی کړي ، په ځانګړي ډول د پاکستان سره د سوداګرۍ د ځنډ او د پولو د تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو تجارت اودریدلی  په همدې لړ کې، په وروستیو میاشتو کې افغان چارواکو ایران او هند ته پرله‌پسې سفرونه کړي دي

روانه میاشت د افغانستان د روغتیا مرستیال وزیر او د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو تهران ته سفر وکړ، چېرته چې د درملو، خوړو، سوداګرۍ او تخنیکي همکاریو پر پراخولو خبرې وشوې.

په همدې موده کې، افغان پلاوو نوي ډهلي ته هم سفرونه وکړل او هلته یې د روغتیا، تعلیم او سوداګرۍ په برخو کې پر همکاریو بحث وکړ

 ایران د ۲۰۲۵ کال د نومبر په میاشت کې په تهران کې د افغانستان په اړه د پرمختګونو په تړاو یوه مهمه سیمه‌ییزه کنفرانس هم کوربه‌توب وکړ. په دغه غونډه کې د پاکستان، چین، روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړو استازو ګډون کړی و، خو افغانستان په دې مهمه غونډه کې ګډون و نه کړو ،بیا روسته د افغانستان ګډون نه کولو په اړه پوښتنې هم را ولاړې شوې

په کانفرنس کې د افغانستان د امنیت وضعیت، د ترهګرۍ ګواښونه، د مخدره توکو قاچاق، بشري مرستې او سیمه‌ییز اقتصادي ادغام په اړه هر اړخیز بحث وشو. که څه هم د طالبانو حکومت په غونډه کې ګډون نه و کړی، خو ګډونوالو د افغانستان د ثبات، امنیت او د اقتصاد د بیا رغونې لپاره د  سیمه‌ییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ

د کانفرنس وروسته، د ایران پخواني ځانګړي استازي او د افغانستان د چارو په برخه کې د ایران لوړپوړي ډیپلوماټ محمد رضا بهرامي په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره ولیدل. بهرامي نوموړي ته د تهران د غونډې تفصیلات وړاندې کړل او د افغانستان په اړه یې د ګاونډیو هېوادونو دریځونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د لیدنې پر مهال، بهرامي مولوي امیر خان متقي ته ایران ته د سفر بلنه هم ورکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو مثبت پرمختګ، سرحدي همکاري، د امنیت ښه والی او د حکومتولۍ په برخه کې نسبي ثبات یاد کړ. شنونکي وایي، د ایران د ولسمشر وروستۍ څرګندونې او فعالې ډیپلوماتیکې هڅې ښيي چې تهران افغانستان ته د یو مهم ګاونډي او سیمه‌ییز شریک په سترګه ګوري، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې کابل هڅه کوي خپلې اقتصادي او سوداګریزې لارې لا پراخې کړي

نورخبرونه: تهران غونډه کې د افغانستان ګډون نه کول: سیمه ایزو هیوادونو په دې اړه پوښتنې را ولاړې کړي

د افغان طالبانو ضد: طالب چارواکو په  تهران کې د علاقایی استازو په  غونډه کی د  ناستې څخه انکار کړی

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *