تازه خبرونه

 د هند پولیسو  په اسټریلیا کی ترهګریز برید کی ککړ تن پېژندګلو د هند سره تایید کړی

د هند پولیس وایی ککړ تن ساجد اکرم په حیدراباد کې زېږېدلی او وروسته استرالیا ته تللی، په تېرو شلو کلونو کې یې څو ځله هند ته سفرونه کړي
د ااسټرالیا پولیس وایی چې څلور نور هندي وګړي هم د ترهګرۍ اړوند تورونو لاندې نیول شوي، چې له دې سره د نیول شوو کسانو شمېر زیات شوی دی

په اسټرالیا کې له هندي وګړي لوري د یهودیانو پر مذهبي غونډه د ترهګرۍ پېښې وروسته پولیسو کلک امنیت ګامونه او فعالیتونه پیل کړي دي

 د هند  تلنګانه د پولیسو مشر شیودهر ریډي تایید کړې چې ساجد اکرم، چې د استرالیا د بونډایی سیمې د وروستي ترهګریز برید له پېښې سره تړاو لري، په حیدراباد کې زېږېدلی او په ۱۹۹۸ کال کې استرالیا ته تللی دی

د ډي‌جي‌پي په وینا، ساجد اکرم په بېلابېلو کلونو کې څو ځله حیدراباد ته ستون شوی او دا سفرونه یې په ۲۰۰۰، ۲۰۰۴، ۲۰۰۹، ۲۰۱۲، ۲۰۱۶ او وروستي ځل په ۲۰۲۲ کال کې کړي دي. چارواکي اوس دا سفرونه د هغه  د اړیکو او احتمالي شبکو د پلټنو په ترڅ کې څېړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د بونډایی د ترهګریز برید پلټنې لا هم روانې دي؛ هغه برید چې ۱۵ کسان پکې وژل شوي او  نور کنړ شمیر ټپیان شوي او د استرالیا په کچه یې ژوره اندېښنه راپارولې ده

استرالیایي چارواکو دغه پېښه د وروستیو کلونو له جدي امنیتي پېښو څخه بللې، چې په یوه ګڼ مېشته ساحلي سیمه کې عام وګړي یې وژل شوی

د هند او استرالیا امنیتي ادارې په ګډه کار کوي تر څو د ساجد اکرم تګ راتګ، اړیکې او فعالیتونه وڅېړي، او دا معلومه کړي چې ایا د هغه هند ته سفرونه له دې برید سره کوم تړاو لري که نه.

چارواکو ټینګار کړی چې تر اوسه د ځایي همکارۍ کوم ثبوت نشته، خو پلټنې لا هم دوام لري

د بونډایی برید یو ځل بیا په استرالیا کې د ترهګرۍ ضد تګلارو، د کډوالو د شالید څېړنو او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په اړه بحثونه راپارولي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو په اړه چې اوږد نړیوال سفري تاریخ لري چارواکو له ولس څخه غوښتي چې له اټکلونو او بې‌ځایه خبرو ډډه وکړي، او ډاډ یې ورکړی چې وروستۍ پایلې به یوازې د کره شواهدو او د نړیوالو قانون پلي کوونکو ادارو د همغږۍ پر بنسټ اعلان شي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *