اسلاماباد : د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر دفتر له خوا په خپور شوی رپورټ کی د پاکستان پخوانی وزیر اعظم عمران خان په زندان د هغوی سره په غیر انسانی سلوک اندیښنه څرګنده شوی ده، په مطبوعاتی رپورټ کی الیس جیل اېډوارډز له پاکستانه غوښتنه کړی چې هغه څه پای ته ورسوي چې راپور ورکوونکې یې اوږدمهاله یوازینی بند او “غیر انساني” شرایط بولي
عمران خان د ۲۰۲۳ کال د ستمبر له ۲۶مې نېټې راهیسې اډیاله زندان ته منتقل شوې
د رپورټ له مخې عمران خان تر ۲۳ ساعتونو پورې په ورځ کې ځان له ساتل کېږي د پرلهپسې ویډیو څارن لاندې دی، له بهرنیو اړیکو سره محدود لاسرسی لري، محدود بهرنی فعالیت لري او د کورنۍ او بهرنی لیدنو کې یې ځنډونه رامنځته شوي دي. همدارنګه ادعا شوې چې هغه وړه کمره کی ساتل کیږی طبیعي رڼا او هوا نه لري، د سختې ګرمۍ او یخنۍ او حشراتو له ستونزې سره مخ ده، او د هغه صحت خراب شوې دی راپور ورکوونکې د مناسبې طبي پاملرنې او د شخصي ډاکټرانو ته د لاسرسي غوښتنه هم کړې ده
خو رسمي او بشری ماهرین ټینګار کوي چې دا بیان د ملګرو ملتونو، یا د بشري حقونو د شورا رسمي تحقیقات نه دی . دا یوازې د یوې خپلواکې ځانګړې راپور ورکوونکې شخصي دریځ دی. د ملګرو ملتونو د سیستم له مخې، ځانګړي راپور ورکوونکي د پلټنې، حقیقت موندنې او یا پلي کولو واک نه لري، او د هغوی څرګندونې غیر الزامآوره دي او هېڅ قانوني پایله نه لري.
بیان پخپله هم پر ثانوي او نهتصدیق شویو معلوماتو ولاړ دی او په ځلونو پکې د “ترلاسه شوو معلوماتو له مخې” عبارت کارول شوی، پرته له دې چې د زندان د پلټنې کوم راپور، د طبي بورډ اسناد، تصدیق شوې ارزونې یا د ځایي لیدنې یادونه پکې شوې وي. تر اوسه هېڅ محکمه، نړیوال تړونیز ارګان یا عدالتي بنسټ دا نه ده ثابته کړې چې د عمران خان د بند شرایط د شکنجې یا د نړیوال قانون د سرغړونې کچې ته رسېږي
شنونکي دا هم وایي چې ځانګړې راپور ورکوونکې نه د زندان لیدنه کړې، نه یې د تفتیش امر ورکړی او نه یې کوم رسمي تحقیقي بهیر پر مخ بیولی دی. د او ایچ سي ایچ آر رول یوازې د اداري لېږد تر کچې محدود و، پرته له دې چې د بیان منځپانګه تایید یا تصدیق کړي
د بیان حقوقي ژبه، لکه د “شکنجې” او “غیر انساني چلند” اصطلاحات، د شنونکو په وینا د حقوقي پرېکړې پر ځای د مدافعتي او تبليغاتي دریځ استازیتوب کوي. خپله راپور ورکوونکې هم منلې چې موضوع لا تر تعقیب لاندې ده، چې دا ښيي قضیه نه ده حل شوې او نه هم د سرغړونې په توګه ثابته شوې ده
کتونکي دا هم یادونه کوي چې بیان یوازې پر یوه لوړپوړي بندي تمرکز کوي او د زندان د عمومي شرایطو، د نورو بندیانو د وضعیت او امنیتي اړتیاوو په اړه هېڅ پرتلهيیز بحث نه وړاندې کوي، چې د انتخابي روایت پوښتنې راپورته کوي
د پاکستان لهخوا له ځانګړو راپور ورکوونکو سره همکاري په رسمي ډول ثبت شوې ده، چې د نههمکارۍ هر ډول ادعا ردوي. سربېره پر دې، یاد بیان له کوم پرېکړهلیک، بندیز، تړونیز پلي کېدو یا نړیوالې محکمې ته د راجع کولو له بهیر سره تړاو نه لري، نو ځکه یې اغېز یوازې تر اعتباري فشار پورې محدود دی
د ملګرو ملتونو ځانګړي کارپوهان هر کال د نړۍ په کچه سلګونه ورته بیانونه خپروي، چې ډېری یې له لنډ مهاله رسنیز انعکاس وروسته پرته له عملي پایلې پای ته رسېږي
د رسمي دریځ له مخې، دا پرمختګ باید د یوې خپلواکې ملګروملتونو کارپوهې د مدافعتي څرګندونو په توګه درک شي؛ داسې څرګندونې چې پر نهتصدیق شویو ادعاوو ولاړې، غیر رسمي او د نړیوال قانون له مخې هېڅ قانوني اغېز نه لري
دا هم باید یادونه وشي چې په دې وروستیو کې د افغان او هند رسنیو لوري داسې بې اساسه او د درواغو خبرونه خپاره شول چې ویل ی چې د پي ټي ایی بنسټګر په زندان کې مړ شوې دې خو بیا د عمران خان خور په زندان کې هغه سره لیدنه وکړه چې دا ثابته شوه چې د افغان او هند رسنیو لوري یوازې داسې پروپیګنډه مخ په وړاندې وړل کیږي چې پاکستان په نړیوال کچه بدنام کړي خو د عمران خان خور عظمی خان د خپل ورور سره لیدنې وروسته ثابته شوه چې هغه روغ جوړ دې او د هند او افغان رسنیو لوري د درواغو پروپیګنډې کیږي چې پاکستان بدنام کړي
نورخبرونه: د عمران خان بیانیه یوازی سیاست ته نه بلکې ملي امنیت ته ګواښ دی: ډې جی آئی ایس پی آر
د پاکستان تحریک انصاف بندي مشر عمران خان دریځ صوبه او وفاق جنګوي
عمران خان ته په زندان کښې بشپړ اسانتیاوې ورکول کیږي: خبرپانړه