د پنډۍ مرکزي زندان مشر د دفتر څخه په جاري شوې یوه خبر پانړه کښې د پاکستان تحریک انصاف هغه ټول تورونو دروغ ګرځول شوي دي چې ویل به ی چې به زندان کښې عمران خان ته د زندان انتظامیه له لوري کومې اسانتیاوې نه ورکول کیږي
په خبر پانړه کښې ویل شوي دي چې د قانون ترمخه د پي ټي آیی بنسټ ګر ته د بي کلاس ټول سهولتونه ورکړل کیږي. په خبر پانړه کښې ویل شوي دي چې د پي ټي ایی مشر په غوښتنه د هغوی خوراک تیارولو لپاره یو قیدي اشپز ورکړل شوي دې او دا اشپز د عمران د وینا ترمخه هغوی لپاره خوراک تیاروي
د خبر پانړې ترمخه عمران خان ته د هغه د خوښې کتابونو ، ورځپانړې او د هغه په خوښه د ورزش کولو لپاره هم هغوی ته لوی انګړ ورکړل شوې دې، د ورزش لپاره خان ته یو بایسیکل هم ورکړل شوي دې چې دا څرګنده وی چې د پي ټي آیی مشرانو د درواغو تورونه لګوي چې ددوی مشر ته په زندان کښې کومې اسانتیاوي نه ورکول کیږي
خان ته په زندان کښې د سهولت هم ورکړل شوې دې چې خپلو پلویانو ته خپلې څرګندونې وکړي او دې لپاره هغه ۴۱۳ څلور سوه او دیارلس ټویټونه کړي دي چې دا ښایی چې د حکومت له لوري خان ته آزادي ده چې هغه به رسنیو خپلې څرګندونې خپرې کړي او خپل پلویان ترې خبر کړي
په خبرپانړه کښې یو بل مهم ټکي په لور اشاره شوې ده او هغه دا ده چې کال ۲۰۲۴ څخه تراوسه پورې ۱۰ لس نړیوالو د ټي وی شبکو عمران خان سره خبرې کړي دي. په دې رسنیو کښې فاکس نیوز، وال سټریټ جورنل نیوز، رایټرز، آیی ټي وي، او دي ټیلي ګراف شامل دي
ددلته په دې خبرپانړه کښې ویل شوي دي چې د بیلا بیلو عدالتي اوریدنو په مهال خان ته دا هم اسانیتا ورکړل شوې چې ملکي میډیا چینلو او د ورځپانړو خبریالانو سره نیغ په نیغه خبرې وکړي
په خبر پانړه کښې ویل شوي دي چې له اګست ۲۰۲۴ څخه تراوسه د عمران خان پیغامونه ۴۵ موقعو باندې په بیلا بیلو ورځپانړو کښې د سرټکي په توګه چاپ شوي دي
په خبر پانړه کښې دا هم ویل شوي دي چې تراوسه پورې عمران خان سره ۶۶ شپږ شپیته نارینه او ښځینه د ګوند پلویان او مشرانو لیدنې کړي دي، خپل د خاندان غړو هم ورسره په زندان کښې لیدنې کړي دي چې دا ښایی چې د پی ټي آیی مشران او نور پلویان په حکومت د دروغو تورونه لګوي او ددوی تورونو کښې هیځ کوم حقیقت نشته دې او دوی بې بنیاده تورونه او پروپیګنډې کوي
په خبر پانړه کې د زندان انتظامیه وایی چې د پی ټي ایی مشرانو د دروغو تورونه لګوي ، په خبرپانړه کښې زیاتوي چې عمران خان ته د ټولو زندانیانو څخه ډیر سهولتونه ورکول کیږي او په سوشل میډیا چې کومې پروپیګنډې کیږي نو په دې کښې هیڅ کوم حقیقت نشته دې