تازه خبرونه

د وادي تیراه میدان سیمې خلک په مشروط ډول کډه کیدو ته راضي شوي

د ضلع خیبر وادي تیراه مشرانو لوړ پوړه چارواکو ته د لیکلې غوښتنو یو لسټ ورکړې چې پکې ی د سیمې بشپړ امنیت لپاره د لیکلي ضمانت ورکولو غوښتنه کړې
د ضلع خیبر په وادي تیراه کې ،د سرچینو ترمخه یو شمیر د ټي ټي پي جنګیالي شتون لري

د وادي تیراه میدان مشرانو له چارواکو غوښتي چې په میدان سیمه کې د جونو هایی سکول هم جوړ کړې شي (فایل فوټو، ۵ اګست، ۲۰۲۵ ، د ملک ظاهرشاه افریدي په مشرۍ کې میدان کې جرګه)

خیبر: پاک افغان بارډر سره څیرمه د ضلع خیبر په لرې پرته سیمه وادي تیراه کې ځایی اولس د پوځي عملیاتو لپاره په مشروط توګه  کډه‌کېدو لپاره خپلې غوښتنې چارواکو ته وړاندې کړي دی

پرون د وادي تیراه میدان سیمه کې د پوځي عملیاتو په صورت کې له سیمې څخه کډه کیدلو لپاره په لړ کې غوښتنې جرګې ته واورول شوې

  د وادۍ تیراه څخه د کډه کولو وړاندې  ۲۷ غوښتنو جوړ لسټ د امنیتي چارواکو سره شریک کړې شو،  دا غوښتنې  قبایلي مشر ملک ظاهر شاه ځایی مشرانو او نور خلکو سره د جرګې پر مهال وکړې

   ملک ظاهر شاه زیاته کړه چې امنیتي چارواکو ژمنه کړې چې دغه غوښتنې به د پوځ لوړ پوړه چارواکو  تر غور لاندې راولي او د عملي کېدو لپاره به لاره ټاکي.

 د وادي تیراه میدان سیمې اولس غوښتنې

د جرګې ګډون والو ته ملک ظاهر شاه افریدي وویل چې د وادي تیراه میدان په سیمه کې د آفریدی قبایلو شپږ قبیلې مېشتې دي چې ټول نفوس یې ۱ لک ۳۰ زره کسان دی

  ملک ظاهر شاه افریدي چې د میدان د سیمې خلک د امن لپاره د  پوځي عملیاتو او کډوالۍ لپاره راضي دي ، عملیات دې د ۲ میاشتو دننه بشپړ شي او د اغېزمنو کورنیو بېرته ستنول او بحالي دې یقیني کړل شي
  کډه کوونکې هرې کورنۍ ته دې ۵ لکه روپۍ ایډوانس او ۱ لک روپۍ میاشتنی مالي مرسته ورکړل شي،  د بحالي وروسته دې په وادۍ تیراه کې یو کیډټ کالج جوړ کړل شي


  د هر قبیلې په کچه دې یو هایر سېکنډري سکول او یو د نجونو های سکول جوړ شي، د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته دې په وادۍ تیراه کې د روغتیا، اوبو او برېښنا انتظام یقیني کړل شي

په غوښتنو کې دا هم یوه مهمه غوښتنه ده چې له سیمې څخه   کډوالۍ ته به یوازې هغه وخت اماده شو چې امنیتي چارواکي زموږ مطالبات په لیکلي ډول ومني او ضمانت ورکړي

ټي تي پي سره د ځایی مشرانو جرګې

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې په وادي تیراه د امن لپاره ځایی مشرانو په دې وروستیو کې د اګست په میاشت کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان مشرانو سره جرګه کړې وه، په دې جرګه کې دواړه لوري په دې راضي شوي وو چې که امنیتي ځواکونه په دوی برید نه کوي نو د ټي ټي پي جنګیالي به هم په دوی برید نه کوي

نورخبرونه

وادي تیراه کښې سبا کالعدم ټي ټي پي سره جرګه کیږي

وادي تیراه کښې سبا کالعدم ټي ټي پي سره جرګه کیږي

په وادي تیراه کښې کالعدم ټي ټي پي سره د مشرانو جرګه کامیابه شوې

وادي تیراه کښې امنیتي وضع ترینګلې شوې

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *