ملګرو ملتونه/نیویارک — ملګرو ملتونو د افغانستان د ورځ تر بلې خرابېدونکي بشري حقونو، بشري وضعیت او اقتصادي کړکېچ په اړه سخت خبرداری ورکړی
دا خبره تیره ورځ د بشری حقونو د نړی والی ورځ په اړه مخی ته راغلی
نړیوالې ټولنې غوښتنه کړی چې د زیاتېدونکو داخلي او سیمهییزو کړکېچونو په منځ کې خپل تعامل او ملاتړ قوي کړي.
په امنیتی شورا کې د یوناما تفصیلی راپور ښيي چې افغانستان د “ګڼو کړکېچونو” سره مخ دی، او په هغی کی تر ټولو زیات زیان یې ښځو او نجونو ته رسېږي.
څیړنی ښيې د کال ۲.۲۱ وروسته په نجونو د منځني او لوړې زدهکړې بندیز اوس څلورم کال ته داخلېږي،
په داسې حال کې چې د ښځو پر کار، تګ راتګ او ټولنیز ګډون محدودیتونه پراخه شوي دي. رسنیز ازادۍ لا راکمې شوې او خبریالان د ګواښونو او ګرفتارو سره مخ دي.
یوناما د امارت له لوري د “امر بالمعروف او نهی عن المنکر” د قانون سخته پلي کېدل د خلکو د ورځني ژوند پر حقونو برید وباله. د ملګرو ملتونو ملي ښځینه کارکوونکو ته د دفترونو د ننوتلو دوامداره بندیز د بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د مرستو د رسولو پر مخ ستر خنډ بلل شوی دی.
له ۵۶ څخه د زیاتو هېوادونو ګډ غږ: د حقونو د سرغړونو غندنه.
په یوه مهم سفارتې ګام کې، برتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني او ۵۲ نورو هېوادونو د افغانستان د خراب بشري وضعیت په اړه ګډه اعلامیه خپره کړی . دغو هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو بندیزونه بېدرنګه پای ته ورسوي، د زدهکړې دروازې پرانیزي، د رسنیو خوندیتوب یقیني کړي او له نړیوالې ټولنې سره په معنا لرونکې ګډ کار وکړي.
بشري کړکېچ لا پسې ژورېږي:
ملګرو ملتونو اټکل کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به تر ۲۳ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري. په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستان او ایران څخه نږدې ۲.۵ میلیونه افغانانو ستنېدل په هغو ټولنو کې سخت فشار راوستی چې له بې روزګاری، غربت او خدماتو ته د محدود لاسرسي سره مخ دي.
سره له دې چې د نړیوال بانک له مخې اقتصاد د ۴.۵ سلنې ودې په لور روان ښکاري، خو د نفوس د چټک زیاتوالي او د کاري فرصتونو د کمښت له امله پر سر عاید ۴ سلنه راکمیږي.
دوامدارې وچکالۍ، د ځمکو تخریب، او د کوکنارو درې کلن بندیز د کلیوالو عواید له منځ وړی د ملګری ملتونو په وینا هغو کرونده ګرو چې له کوکنارو نورو محصولاتو ته اوښتي، تر ۴۸ سلنې عاید له لاسه ورکړی. یوناما او سیمهییز شریکان د بدیل معیشت لپاره کارکوهنه کوي، خو وایي چې بیړنۍ مالي مرسته اړینه ده.
د پاکستان سره د پولی کړکېچ:
که څه هم په افغانستان کې لویه جګړه نشته، خو ملګرو ملتونو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی. د تحریک طالبان ستونزه، د پولې نښتې، او هوايي بریدونه چې ملکي تلفات یې لامل شوي، د مهمو سوداګریزو لارو تړل اوږد کړي او اقتصادي فشارونه یې زیات کړي دي.
یوناما د پاکستان هغه پرېکړه وستایله چې د بشري مرستو لېږد ته یې اجازه ورکړې او دواړو غاړو ته یې د “ضروري، خو نازک اوربند” د ساتلو غوښتنه وکړه.
د طالبانو ترمنځی اختلافات:
یوناما د طالبانو په رهبري کې د پراخېدونکو اختلافاتو یادونه وکړه. دا د هغه وروسته راپور ته ورګرځي چې مشر رهبر د څو ورځو لپاره د ټول هېواد مخابراتي شبکې—موبایل او انټرنېټ—بندې کړې. ملګرو ملتونو وویل چې دغه اقدام “د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړ”، ځکه روغتیايي خدمات، بیړنۍ مرستې، بانکي عملیات او دپلوماټیک اړیکې یې ګډوډې کړې.
وروسته دا پرېکړه د طالبانو د “معتدلې څانګې” له خوا بېرته واخیستل شوه، چې د انزوا غوښتونکي سختدریځو او د عملي تعامل پلویانو ترمنځ د پراخېدونکي درز نښه ده.
کورنی مخالفت او د بینالافغاني خبرو غوښتنې پیاوړې شوې:
یوناما وویل چې د افغانانو دننه مخالفت ورځ تر بلې زیاتېږي. دیني عالمان، ښوونکي، ښځینه فعالان، مدني ټولنې او قومي مشران په ډاګه د بینالافغاني ملي خبرو، د ښځو او نجونو د زدهکړو بیاپلې کېدو، او د ټول ملت د غوښتنو پر بنسټ سیاسي جوړجاړي غوښتونکي دي.
د سیمهییزو شبکو او مشرانو په وینا، تر هغه چې کورني اختلافات حل نشي او ښځې له ټولنیز ژوند څخه محرومې وي، نه ثبات راتلای شي او نه نړیوال باور.
د ډیپلوماسۍ د بیا فعالېدو غوښتنه:
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهلیک پر اساس په افغانستان کې داسې راتلونکي ټینګار وکړ چې له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې وي او د نړیوالو معیارونو د پوره کولو وروسته د نړیوالو ټولنو برخه شي.
د دوحې د بهیر تر چتر لاندې نوی سیاسي نقشه وړاندې شوې، خو یوناما وایي چې د طالبانو د نه همکارۍ او د نړیوالو د نظر اختلافونو له امله به پرمختګ وخت ونیسي.
د یوناما په پایني څرګندونو کې راغلي:
“سره له دې چې ستونزې ډېرې ژورې دي، خو لا هم د نسبي ثبات پر بنسټ د رېښو د حل امکان شته—تر هغه چې نړیوال یووالی، فعال تعامل او ټولشموله افغان ملي خبرې تضمین شي.”