د پاکستان تنظیمات اہل سنت والجماعت له ۵۰۰ زیاتو مفتیانو او دیني عالمانو د یوې ګډې اعلامیی او فتوی خپرولو سره ویلي دي چې پاکستان یو اسلامي هیواد دې او په دې هیواد کې ځانمرګي بریدونه غیرشرعي او حرام دي
د پاکستان دیني عالمانو په هیواد کې ځانمرګي بریدونه، بمي چاودنې او د بې ګناه خلکو وژل په کلکه حرام، ناجایز او لوی ګناه بللې ده او دا ی یو غیرشرعي او غیر اسلام کار ګرځولې دې
دیني عالمانو طالبانو ته سخت پیغام ورکولو سره ویلي دي چې د طالبانو له خوا هند او اسرائیل سره اړیکې او جوړجاړې د اسلام لوی مخالفت او سرغړونه ده او دا یو دیر سخت غندنې وړ کار دې
د فلسطین غزه مسلمانانو په اړه هم دیني عالمانو ویلي دي او له نړیوالو ضامنو څخه غوښتنه شوې ده چې د اسرائیلو وحشت ودروي او د غزه بې وسه مسلمانانو له دې تحفظ ورکړي
مذهبي او اسلامي کارپوهان وایی چې دا علامیه او فتویٰ د پاکستان د بېلابېلو مکاتب فکر اہل سنت علمانو لوري خپره شوي دي او ددې لارې په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه حرام ګرځول شوي دي
نورخبرونه
پاکستان کې د دیني عالمانو مشر مولانا طاهر اشرفي افغانستان حکومت ته مهم پیغام ورکړې