اسلام آباد: د افغانستان او پاکستان د لوړپوړو پلاوو ترمنځ د ریاض د خبرو لومړی پړاو د لنډو خبرو اترو له امله بېله کوم عملي پرمختګ پای ته رسېدلی
د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې افغان سرچینو تایید کړې چې نن د ګل په ورځ ناسته یوازې شاوخوا دېرش دقیقې روانه وه او په دغه موده کې دواړو لوریو محدوده خبرې وکړې او وروسته یې د غونډې پای اعلان کړه
د اسلامي امارت شپږ کسیز پلاوې او د پاکستان پنځه کسیزه ډلو د خبرو جزییات له رسنیو سره نه دي شریک کړي
نږدې سرچینې وایي چې د ناستې فضا تر یوې اندازې ترخه شوه او د مثبت او جوړونکي بحث امکان یې کم کړ. دغه خبرې د سعودي عربستان په منځګړیتوب په داسې وخت کې راجوړې شوې وې چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ سرحدي ترینګلتیا او سیاسي کړکېچ مخ په زیاتېدو دې
باید یادونه وشی چې افغان پلاوی یوه ورځ مخکې ریاض ته رسېدلی و او هلته یې عمره هم ادا کړې وه. د پاکستاني چارواکو سره تر لنډې کتنې وروسته ویلی کیږی افغانستان پلاوي بېرته ستنېدو تیاری نیسي
که څه هم په لومړي پړاو کې پرمختګ و نه شو، خو دواړه لوري او منځګړي هېوادونه تمه لري چې راتلونکو غونډو کې به د ترینګلتیا د کمولو او د منظم تعامل د پیل لپاره هڅې دوام داره اوساتی
ددی وړاندی د پاکستان او افغانستان ترمنځه په دوحه او ترکیه کی مذاکرات شوی وو خو د چارواکو ترمخه د افغان پلاوي د ترهګرو پر ضد اقدام په اړه لیکلې ژمنه نه کولو وروسته دا خبرې پرته له کومې مثبتې پایلې سرته ورسیدل
نورخبرونه
د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځه استنبول مذاکرات بېپایلې پای ته رسېدلي
پاکستان او افغانستان ترمنځ استنبول کې مذاکرات کامیاب شوي
نن په استنبول کې یوځل بیا د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ خبرې کیږي