تازه خبرونه

نړیوال بانک افغانستان کې  بیا فعالیتونه پیل کړل

کله چې افغان طالبانو په کال ۲۰۲۱ کې د اګست په میاشت کې د افغانستان واک ترلاسه کړو نو نړیوال بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه وتړل
نړیوال هیوادونه وایی افغان طالب چارواکي له ښځو حقونو څخه سرغړونه کوي نو دوی ی شتمنې کنګل کړي دي

د افغانستان اثاثې،شتمنې چې ۷ ملیارده ډالر دي، په افغانستان کې له افغان طالب چارواکو لوري ژمنې نه پوره کولو له امله کنګل شوي دي

کابل/اسلام آباد:  د افغانستان حکومت مالیې وزارت په افغانستان کې د نړیوال بانک په اړه یو مهم خبر ورکړې دې، په خبری کې ویل شوي دي چې له نړېوال بانک سره د یاد وزارت پرله پسې اړیکو، هڅو او همکاریو په پایله کې دغه بانک د خپل دفتر له بیا پرانېستلو سره سم، په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړل

سرچېنې لیکلي، اوسمهال یاد بانک چمتو دی څو د هغو پروژو او قراردادي شرکتونو پیسې ورکړي، چې اسناد یې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څخه مخکې بشپړ او طی مراحل شوي و.

نړېوال بانک د هغو پروژو او قراردادي شرکتونو د پیسو د بیا ورکړې لړۍ چې اسناد یې دغه بانک د څارنې ټیم او مالیې وزارت له لوري څېړل شوي او نهايي شوي، پیل کړې.

معلوماتو کې د څېړنو له مخې ویل شوي، یاد بانک له قراردادي شرکتونو څخه نږدې ۴۵ میلیونه ډالر پوروړی دی، چې دغه پور به په څلورو پړاوونو کې کې له یاد وزارت سره په همغږۍ شرکتونو ته ورکول کیږي

وزارت زیاته کړې، چې د یاد بانک له لوري د قراردادي شرکتونو د پورونو ورکړه یو مثب ګام او دا ګام د اغېزمنې حکومتولۍ او د هېوادوالو د حقونو خوندیتوب ته د اسلامي امارت پوره ژمنتیا څرګند وي

مهمه ده چې یادونه وشی چې کله په اګست میاشت کال ۲۰۲۱ کې افغان طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړو نو نړیوال بانک په افغانستان کې د خپلو ټولو پروژو لپاره مالي فنډ د تړلو اعلان وکړو

دا هم باید یادونه وشی چې د افغانستان شتمنې چې تر ۷ ملیارده ډالر جوړیږي، له نړیوالو لوري کنګل شوي دي

د افغانستان اثاثې، شتمنې کوم هیواد کنګل کړي؟

د نړیوال بانک په اړه دا خبرې داسې وخت راغلې دې چې د افغانستان شتمنې ،اثاثې له امریکا او نورو هیوادونو لوري کنګل شوي دي، د راپور له مخې د افغانستان تر ۷ ملیارده ډالر شتمنې کنګل شوي دي

ولې دا شتمنې کنګل شوي؟

ددې شتمنو د کنګل کیدلو په اړه دلیل دا ښودلې کیږي چې لوېدیځ هېوادونه وایي چې  طالبان نړیوالو غوښتنو ته ژمن نه دي ، د ترهګرۍ د مخنیوي تضمین نه شته ، بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو سرغړونه کېږي

نورخبرونه: په کابل کې د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله د کورنیو چارو وزارت کې  خپل خپلوان لګولې  

Related Articles

د افغانستاني کډوالو اړوند د جرمونو د زیاتوالي له امله غربي هېوادونه د ایستلو پالیسۍ ټینګې کوي او د عامه امنیت ډاډ ورکوي

March 19, 2026

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حقاني د کابل په وروستیو هوايي بریدونو پس له پاکستاني خلکو او مذهبي مشرانو وغوښتل چې د وضعیت د لا زیات خرابېدو مخنیوی وکړي

March 19, 2026

پاکستان د اختر نه مخکې د “غضبُ الحق” عملیاتو کې لنډمهاله وقفه اعلان کړه. امنیتي خبرداری پاتې دی که کوم بریدونه وشي

March 19, 2026

د بلوچستان والي خبر ورکړ چې په خضدار کې یوه ښځینه ځانمرګې بریدکوونکې نیول شوې، چې له امله یې یو مرګونی برید مخنیوی شو. دغه عملیاتو یوه افراطي شبکه بربنډه کړه او د امنیتي همغږۍ او پر وخت استخباراتي معلوماتو اهمیت یې وښود

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *