تازه خبرونه

په کابل کې د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله د کورنیو چارو وزارت کې  خپل خپلوان لګولې  

په وړومبی ځل په افغان طالبانو حکومت کې په حکومتي مشرانو داسی قسمه تورونه لګېدلي دی
افغان طالبانو ژمنه کړې وه چې دوی به ټول شموله حکومت جوړ کړې خو نړیوالو سره ی دا ژمنه هم پوره نه کړه

په افغانستان کی طالبان رژیم دا دعوی کوی چی هغوی د اسلامی شریعت مطابق حکومت چلوي خو پوهان وایی دغه کارونه د اسلامی شریعت سره سمون نه خوري

کابل : د طالبانو سرچینو نن جمعی په ورځ افغانستان انټرنشنل  پښتو ته ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې د طالبانو مشر ملا هبت الله د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته نږدې کسان په مهمو دولتي څوکیو ګمارلي دي

د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه تازه حکم کې محمد وزیر بادشاه د کورنیو چارو وزارت د معاون په توګه ټاکلی دی. نوموړی د حقاني شبکې له ډېر بااعتماده او بانفوذه کسانو څخه شمېرل کېږي

په همدې حکم کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالله مختار د خوست ولایت د طالبانو والي په توګه ټاکل شوی دی. سرچینې وایي، مختار هم د سراج الدین حقاني نږدې تن بلل کېږي

همدارنګه، د کورنیو چارو وزارت بل مرستیال محمد نبي عمري ورور، حافظ عبدالرشید عمري، د خوست ښاروال په توګه ټاکل شوی، چې مخکې د غزني د والي مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده

سرچینې زیاتوي، چې د حقاني شبکې مخکښ غړی حافظ بلال د زندانونو چارو د سمون ادارې د تخنیکي او مسلکي پالیسۍ معین په توګه ټاکل شوی دی

باخبره سرچینې وايي، ملا هبت الله هڅه کوي چې په خوست کې د حقاني شبکې واک محدود کړي، خو اوس یو ځل بیا د سراج الدین حقاني نږدې کسان په دې ولایت کې مهمې دندې ترلاسه کړې دي

خوست د سراج الدین حقاني د نفوذ مرکز ګڼل کېږي، او حقاني شبکه هڅه کوي چې په خپل ولایت کې بشپړ کنټرول وساتي

حقاني شبکه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تر ټولو نفوذ لرونکې ډلې څخه شمېرل کېږي، چې په ځانګړي ډول په خوست او نورو جنوبي ولایتونو کې ځواکمن حضور لري. د ملا هبت الله وروستي ګمارنې ښيي چې د شبکې داخلي ځواکونه او د ولایت واک ترمنځ کړکېچونه دوام لري

نورخبرونه: افغان طالبان خپلې ژمنې ماتوي: د پاکستان دفاع وزیر

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *