تازه خبرونه

پېښور کې د پاکستان  او افغانستان په اړه یوه مهمه غونډه

فایل فوټو: د پاکستان او افغانستان په اړه تابیا شوي، دې کانفرنس کی پوهانو په دی خبره زور ورکړو چی باید دواړه هېوادونه تاریخی، کلتوري او سیمیز اتصال نه کار واخلی ترڅو سیمه کی امن او ثبات پیاوړی شی
پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي هیوادونه ته باید ستونزې له خبرو لارې هواري کړي

فایل فوټو: د پاکستان او افغانستان په اړه تابیا شوي، دې کانفرنس کی پوهانو په دی خبره زور ورکړو چی باید دواړه هېوادونه تاریخی، کلتوري او سیمیز اتصال نه کار واخلی او په سیمه کی امن او ثبات پیاوړی شی

پېښور: د پېښور پوهنتون د اېریا سټډي سنټر استادانو او پالیسي شنونکو د پاکستان او افغانستان اړیکو د بیا ارزونې غوښتنه کړې ده، او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه باید خپلې اړیکې د تاریخ، ګډې کلتوري ورثې او سیمه ییز اتصال پر بنسټ له سره طرحه کړي. دا غوښتنې د دوه ورځني پالیسي ډایلاګ په پای کې وشوې چې عنوان یې و

 Navigating Crisis and Cooperation: Reimagining Pakistan Afghanistan Relations

وېناوالو په خپلو بحثونو کې څرګنده کړه چې تاریخي میراث، ثابتې پوله، بدلېدونکې سیمه‌ییزې جیوپولیټیکي اړتیاوې او زیاتېدونکی امنیتي فشار د دواړو ګاونډیانو اړیکې په ژوره توګه تر اغېز لاندې راولي. دوی ټینګار وکړ چې دایمي سوله او معنا لرونکې wهمکاري یوازې هغه وخت ممکنه ده چې پالیسۍ اوږدمهاله، معلوماتي او څو اړخیزې وي

پوهاند ډاکټر غلام قاسم مروت د ډیورنډ کرښې د سختې پولې او د قبایلي اړیکو د پخوانۍ نرمۍ ترمنځ تضاد تشریح کړ. هغه وویل چې که څه هم د نن ورځې پوله رسمي ده، خو پخوانیو بادشاهانو تل د نرمې او انعطاف منونکې پولې تګلاره غوره کړې وه. هغه زیاته کړه چې افغانستان د یو تاریخي بفر سټېټ په توګه باید د خپل ځانګړي جیوپولیټیکي واقعیت له زاویې درک شي

ډاکټر شجاع احمد، د فلسفې د څانګې مشر، وویل چې معاصرې پولې نسبتا نوې دي، خو د خلکو کلتوري او قومي اړیکې زرګونه کلونه لرغونتوب لري. هغه له دواړو هېوادونو وغوښتل چې دا ګډه ورثه د کلتوري  سفارتکارئ له لارې د سولې د پیاوړتیا لپاره وکاروي

پوهاند ډاکټر عبدالرووف د سیمه‌‌ییز اتصال او اقتصادي دهلیزونو د موقعو او ننګونو یادونه وکړه، او ویې ویل چې په زیاتېدونکي امنیتي فضا او سیاسي بې ثباتۍ کې باید د همکارۍ نوې لارې ولټول شي

ډاکټر اسفندیار دراني تهدف وکړ چې د استعمار دورې د سرحدي ادارې ماډلونه لا هم د دواړو هېوادونو د تګ راتګ، سیاسي فضا او امنیتي جغرافیو شکل ټاکي. هغه وړاندیز وکړ چې منظم مذاکرات، ازادې سوداګریزې سیمې، د استعماري اداري میراث پېژندونکي چارواکي، او د غیر اخلاقي آنلاین پروپاګند مخنیوی باید د پالیسي برخه وګرځول شي

د اېریا سټډي سنټر پخواني مشر پوهاند سرفراز خان وویل چې ولسواکي، د اساسي قانون عمل او د خلکو ګډون کولای شي تاریخي او سرحدي ستونزې کمې کړي

پوهاند ډاکټر شاهده امان د افغان کډوالو او د هغوی د کوربه خلکو د ګډو ستونزو یوه تحلیلي څېړنه وړاندې کړه، چې پکې یې د دواړو لوریو رواني او ټولنیز فشارونه برجسته کړل

د بشري مسوولیتونو او امنیتي اړتیاوو په اړه، پوهاند ډاکټر فخر الاسلام وویل چې د افغانانو رواني ټپونه، د شاهي دورې تجربه، او په سیستمونو کې د تبعیض احساس هغه درې بنسټیز عوامل دي چې د کډوالو چلند او تمې تعریفوي

کاشف ارشاد د ترهګرۍ ضد همکاریو د لا رسمي کولو لپاره لارې چارې وڅېړلې او ټینګار یې وکړ چې د باور نشتون او د رسمي پېژندنې نشتوالی سره سره د همکارۍ د باوري میکانیزمونو جوړول اړین دي

د غونډې په وروستیو کې، د اېریا سټډي سنټر رییس پوهاند ډاکټر سلمان بنګش ګډونوالو ته تصدیق‌نامې ورکړې دغه دوه ورځنی ډایلاګ په دې پای ته ورسېد چې د پاکستان او افغانستان اړیکو د سمون لپاره باید تاریخي بصیرت، کلتوري حساسیت او سیمه‌ییز اتصال په ګډه و کارول شي، څو دایمي ثبات او ریښتینې همکاري تامین شي

نورخبرونه: د پاکستان او افغانستان یوبل سره اړیکو د پیاوړتیا په اړه اسلام آباد کې مهمه غونډه

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *