پیښور: د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې مشر جنید مکده د سرحدونو د تړل کېدو بحران په اړه د د پاکستان د سوداګرۍ او عوایدو چارواکو ته یو لیک استولې دې چې پکې ی د بارډر د تړلو په اړه سخته اندیښنه څرګنده کړې ده او دا ی د پاکستان د اقتصاد او د ځایی اولس لپاره د یو لوی مالي زیان لامل بللې دې
نوموړي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت، د وفاقي مالیاتي بورډ رئیس، ایف بي آراو د ټرانزیټ سوداګرۍ د عمومي ریاست لوی رییس ته تفصیلي لیک لیکلې او لیږلې دې چې پکې ی د پاکستان او افغانستان د پولو د اوږدمهالې بندیز له امله رامنځته شوي د سوداګرۍ د کړکېچ په اړه له حکومت څخه د سمدستي مداخلې غوښتنه یې کړې ده
هغه په لیک کې ټینګار کړې دې چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه او ټرانزیټ سوداګري په کال کې تر ۵ میلیارده ډالرو زیات صلاحیت لري چې د پاکستان اقتصاد ته مستقیمه ګټه رسوي او د پاکستان سیمه ییز پوزیشن نور هم قوي کوي؛ خو د دوامدارو خنډونو او روانو بندیزونو له امله دا حجم اوس تر ۱ میلیارده ډالرو لاندې راټیټ شوی دی چې ملي عایداتو او د اوږدمهاله اقتصادي ثبات لپاره د اندېښنې وړ زنګ دی
ښاغلي مکده څرګنده کړې چې زرګونه کانتینرونه چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او د منځنۍ آسیا جمهوریتونو ته مالونه انتقالوي، د پاکستان په مختلفو سیمو کې بند پاتې دي، چې پکې د افغانستان، ازبکستان او نورو سیمه ییزو اقتصادونو لپاره توکي هم شامل دي
د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ ګډې خونې مشر جنید له پاکستانه غوښتنې چې پوله دې د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ خلاصه کړي ځکه د بارډر تړلو له امله د پاکستانیانو ژوند هم بداغیزمن شوې pic.twitter.com/o4wupDc91s
— HTN Pashto (@htnpashto) November 18, 2025
هغه په لیک کې دې خبرې ته پام را اړوي چې د د پولې اوږدمهال بندیز د سوداګرو، ټرانسپورټ شرکتونو، بانډد کیریرانو او کلیرنګ ایجنټانو لپاره د درنو مالي زیانونو سبب شوی، زیاتوي او ټینګار کوي چې دا سوداګر چې ډېری یې پاکستانيان دي او اوس اړ شوي چې د هر کانټینر په سر د بندر ورځنۍ ډیمریج او د شیپنګ لاین د ډیټېنشن فيس چې شاوخوا ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ ډالرو پورې دې، تاوان وزغمي
د پاکستان او افغانستان د سوداګرو ګډې خونې مشر مکده په لیک کې وایی او دې مهم ټکي ته ی اشاره کړې چې په اوسني وضعیت کې ټریک ټو دیپلومسي کولی شي یو مثبت او پریکنده رول ولوبوي، ترڅو د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ شریکانو ترمنځ موثرې او عملي خبرې اترې ممکنې شي
نوموړي څرګنده کړې چې د پاکستان او افغانستان د ګډو سوداګرۍ خونې د پاکستان او کابل څانګې په دوامداره اړیکو کې دي او پوره چمتووالی لري چې په ګډه دغه بهیر اسانه کړي. هغه ټینګار کوي چې د اړوندو وزارتونو په مستقیم ګډون سره د یو داسې توازن موندلو هڅه روانه ده او موږ دوی سره بشپړه همکاري ته چمتو یو چې ملي امنیت هم خوندي پاتې کړي او په هغه ځایونو کې چې امنیت وی او کومه امنیتي ستونزه نه نوي اقتصادي فعالیتونه هم دوام ومومي.
د پاک افغان سوداګرې ګډې خونې غوښتنې
د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ ګډې خونې په استازیتوب نوموړي له حکومت څخه بیړني اقدامات غوښتي دي
د افغان سوداګریزو توکو وړونکو لاریو ته د لومړیتوب پر بنسټ د تګ راتګ اجازه ورکول، ترڅو نور زیانونه مخنیوی وشي؛ له افغانستان سره د ټولو سوداګریزو دروازو پرانیستل، ترڅو دوه اړخیزه او ټرانزیټ سوداګري بېرته عادي شي
د متاثره صادرونکو، ټرانسپورټرانو او سوداګرۍ ټولنې لپاره عملي مرستندویه کړنلاره جوړول؛ د بندر ډیمریج او شیپنګ ډیټېنشن چارجونو سمدستي ۱۰۰٪ معافیت اعلانول، ځکه چې دا وضعیت د مجبوري حالت پر مهال رځي
ملیونونو پاکستانیانو ژوند اغیزمن دې :جنید مکده
مهمه ده چې دلته ی یادونه وشی چې مکده په لیک کې لیکلي دي چې دا بحران یوازې یو سوداګریز او تجارتي ګډوډي نه ده، بلکې د میلیونونو پاکستانیانو خلکو د ژوند لپاره یو مستقیم لوی ګواښ دی ځکه ددې پاکستانیانو ژوند ټول له سرحدي سوداګرۍ سره تړلی دی.نوموړي له له حکومت څخه د بیړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه او وایی ترڅو حالت کنټرول شي او د نورو اقتصادي زیانونو مخه ونیول شي
نورخبرنه: د وېزه ورکولو پراسس دې چټک کړې شي: پاک افغان سوداګرۍ ګډه خونه