تازه خبرونه

د وېزه ورکولو پراسس دې چټک کړې شي: پاک افغان سوداګرۍ ګډه خونه

احمد شاه له حکومت څخه غوښتي چې د ویزې د پروسې د ځنډ په اړه دې اقدام وکړي، ځکه چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې یې غوښتنه کړې وه او لا هم منتظر دی۔
د وېزه ورکولو پراسس دې چټک کړې شي: پاک افغان سوداګرۍ ګډه خونه

احمد شاه اووېل چې زرګونه افغان وګړي او سوداګر غواړي پاکستان ته سفر وکړي ترڅو خپلې کاروباري ستونزې هوارې کړي حل کړي او ددوي کاروبار په پاکستان کې اغېزمن نه شي

پیښور: د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې د پاکستان له لوري افغان سوداګرو ته د ویزو د غوښتنلیکونو د سستې پروسې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې دغه پروسه دې چټکه شي

وړمه ورځ په دې اړه خپره شوې مطبوعاتي اعلامیه کې د خونې د مدیره پلاوی غړی احمد شاه، چې خپله یو افغان سوداګر دی، ویلي، نوموړي د روان کال د فبرورۍ پر ۱۶مه د پاکستان ویزه غوښتې، خو تر اوسه یې غوښتنلیک لا هم تر پروسس لاندې دی

احمد شاه شکایت وکړ، “که څه هم ما ټول اړین اسناد وړاندې کړي او اړوندو ادارو ته مې آنلاین هم اپلوډ کړي، خو نږدې پنځه میاشتې وروسته هم زما پر غوښتنلیک هېڅ پرمختګ نه دی شوی

نوموړي د دې راپورونو یادونه وکړه چې ګواکې د ویزو چټک اخیستو لپاره ځینې کسان د امریکایي ډالرو په بڼه پیسې ورکوي. هغه تور ولګاوه چې د پاکستان ویزه اخیستل د ځینو چارواکو لپاره د عوایدو مهمه سرچینه ګرځېدلې ده. هغه وویل: “که یو متقاضي له ځانګړو سفرې اجنټانو سره په کابل کې اړیکه ونیسي، نو له غوښتنلیک سپارلو وروسته تر ۲۴ یا ۴۸ ساعتونو کې ویزه ترلاسه کوي

خو پر دې برعکس، هغه وویل، هغه کسان چې د اجنټانو له لارې پیسې نه ورکوي، باید میاشتو-میاشتو انتظار وباسي او بیا هم ویزه نه ترلاسه کوي. احمد شاه له حکومت څخه وغوښتل چې د خپلې ویزې د پروسې د ځنډ په اړه دې اقدام وکړي، ځکه چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې یې غوښتنه کړې وه او لا هم منتظر دی چې پاکستان ته د سوداګریزو چارو لپاره سفر وکړي

نوموړي یادونه وکړه چې افغان اتباع او سوداګر له مخکې نه د سختو اقتصادي فشارونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول د پاکستان د مهاجرو د پالیسۍ له امله د اجباري شړلو د امکان له وجې ډېر اندېښمن دي۔ احمد شاه وویل، زرګونه افغان اتباع او سوداګر غواړي پاکستان ته سفر وکړي ترڅو خپلې کاروباري ستونزې هوارې کړي حل کړي او ددوي کاروبار په پاکستان کې اغېزمن نه شي

د احمد شاه دغو اندېښنو ته په غبرګون کې د ګډې خونې د پاکستان څانګې سینېر مرستیال مشر، ضیاءالحق سرحدي، هم د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه، وې ویل دا ډول مسایل افغان سوداګرو ته جدي خنډونه او ستونزې جوړوي

نوموړي زیاته کړه چې ګڼ شمېر افغانانو په پاکستان کې کاروبارونه پیل کړي دي او د دې کاروبارونو د تړلو لپاره وخت او څو ځل سفر ته اړتیا لري، مخکې له دې چې د ناقانونه بهرنیانو د شړلو پلان عملي شي

سرحدي ټینګار وکړ چې باید سوداګرۍ ته له سیاسي مسایلو څخه بېل کتنه وشي، ترڅو د سیمې د تجارت پراخ اقتصادي پوتنسیال څخه ګټه واخیستل شي، چې دا به د دواړو خواوو لپاره د سلګونه زره تجارتي او معیشتي فرصتونو په برابرولو سره د بې‌وزلۍ په کمولو کې مرسته وکړي

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *