په نړۍ کې جمهوري هیوداونه خپل حکومتونه د ټول ټاکنو له لارې ټاکي، په صوبایی او وفاقي کچه ټاکنې کیږي او په دې ټاکنو کې د اولس استازې د ووټ اچونې له لارې ټاکل کیږي چې بیا هم ددې اولس نمایندګي وکړي او ددوی حقونو لپاره په پارلیمان کې غږ اوچت کړي او د هیواد لپاره په قانون جوړولو کې برخه واخلي
په جمهوري هیوادونو کې که یو اړخ ته دا ټاکنې په جمهوري او قانون له لارې ترسره کیږي خو بیا هم په دې ټاکنو کې داسې غیرقانوني او ناسمې لارې کارول کیږي چې په ټاکنو کې برخه اخستونکي د هیواد دې سیاسي ګوندونو مشران خپل ځانونه پارلیمان ته ورسوي
خبره د هند د ټاکنو په اړه کوو ، د هند یو وتلي خبریال راجديپ له لوري په دې ټاکنو کې د مودي پر حکومت د رشوت او د ناسمې لار کارولو وروسته نیوکې کړي او مودي ی په دې تورن کړې دې چې د بهارپه ریاستي ټاکنو کې ی له وګړو ووټ په پیسو اخستې دې کومه چې غیرقانوني او ناسمه لار ده
پرون په رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې له مخې ی هندي خبریال راجديپ سرديسای د بهار ټاکنې د “پيسو په زور ترلاسه شوي انتخابات” وبلل او وې ویل چې په دې ټاکنو کې یوه ناسمه لار وکارول شوه
د هند تکړه خبريال او سياسي شنونکي راجديپ سرديسای د بهارریاست وروستيو ریاستي ټاکنو باندې سختې نيوکې وکړې او دغه بهير يې د “پيسو په بدل کې د رایو اخستلو یو بهیر وبلل
مودي حکومت څنګه په پیسو رای اخستي؟
هندي خبربال او څیړنکار راجدیپ په ویډیو کې وایی چې چې د ټاکنو له پيل څخه وړاندې د مرکزي حکومت یعني د مودي سرکار له لوري د “مکھیه منتري مهيلا روزګار یوجنا”(د وزیراعلی لوري ښځو لپاره د روزګار سکیم) له لارې د بهار له ۱ کروړ او ۴۰ لکه څخه زياتو ښځو بانکي حسابونو ته لس ، لس زره روپۍ ورکړل شوې.
راجديپ سرديسای د خپل ټولنيز رسنيز ويډيو پيغام کې وويل چې په بهار کې د روانو ټاکنو پر مهال رائے په پیسو اخستل شوي دي ، د هغه په وینا د رایو غلا خبره پرېږدئ، هغه په ویډیو پیغام کې وایی چې کله چې رايه په پيسو واخيستل شي، نو بيا ولې څوک د رایې غلا کولو ته اړ کېږي، هغه وایی چې د هند په تازه ټاکنو کې همدا کار شوې دې او رای د پیسو په زور اخستل شوي دي
د ووټ اخستلو لپاره ناسمه لار: د هندي خبریال دلیل
راجديپ سرديسای وایی چې د ټاکنیزې مبارزې پر مهال د داسې پروګرام اعلان او عملي کول د ټاکنو اصولو او قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او بشپړ غير اخلاقي عمل دی.
هغه وویل چې زه له الېکشن کمېشن څخه بخښنه غواړم، خو بايد ووایم چې کمېشن په دې مسله کې جوړجاړی وکړ. هغه وایی او ټینګار کوي چې زما د سرچينو د معلوماتو له مخې د الېکشن کمېشن دريځ دا و چې دغه سکيم له وړاندې روان وو
راجديپ سرديسای په ویډیو کې ټينګا کوي چې کله ټاکنو ته يوازې يوه اوونۍ پاتې وي او ټاکنیزه مبارزه روانه وي، نو په دې وخت کې د خلکو بانکي حسابونو ته د پيسو لېږدول کېدای شي قانوني وګڼل شي، خو دا په څرګند ډول غیر اخلاقي او د ټاکنو د شفافيت پر ضد یو کار دې
د مودي په ټاکنو کې دا ناسمه لار کارول باید له هند عدالتي نظام او له نړیوال عدالتي نظام له لارې چیلنج کړې شي . که چیرې مودي حکومت دا لار چې د ټاکنو پر مهال ی د بهار د ښځینه وګړو ووټ هم دې ۱۰،۱۰ زره روپو پر زور واخست،له عدالت څخه ناسمه او غیرقانوني اعلان شي نو باید دا ټاکنې بیا ترسره شی او ددي ټاکنو شفافیت دې باوري شي