تازه خبرونه

مودي حکومت په ټاکنو  کې د رشوت ورکولو په تور ککړ شوې

مودي حکومت باندې هندي خبریال سختې نیوکې کړي او تور ی لګولې چې د بهار په ریاستي ټاکنو کې ی کرپشن کړې او ووټ ی په پیسو اخستې

1 min read

مودي حکومت په واک کې ځان ساتل غواړي ، دې لپاره هغوی رشوت هم کاروي

د هندي خبریال راجدیپ لوري د مودي پر حکومت د رشوت تورونو او نیوکو وروسته سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالو لوري د مودي حکومت په اړه پوښتنې راولاړې کړي

November 16, 2025

په نړۍ کې جمهوري هیوداونه خپل حکومتونه د ټول ټاکنو له لارې ټاکي، په صوبایی او وفاقي کچه ټاکنې کیږي او په دې ټاکنو کې د اولس استازې د ووټ اچونې له لارې ټاکل کیږي چې بیا هم ددې اولس نمایندګي وکړي او ددوی حقونو لپاره په پارلیمان کې غږ اوچت کړي او د هیواد لپاره په قانون جوړولو کې برخه واخلي

په جمهوري هیوادونو کې که یو اړخ ته دا ټاکنې په جمهوري او قانون له لارې ترسره کیږي خو بیا هم په دې ټاکنو کې داسې غیرقانوني او ناسمې لارې کارول کیږي چې په ټاکنو کې برخه اخستونکي  د هیواد دې سیاسي ګوندونو مشران خپل ځانونه پارلیمان ته ورسوي

خبره د هند د ټاکنو په اړه کوو ، د هند یو وتلي خبریال راجديپ له لوري په دې ټاکنو کې  د مودي پر حکومت د رشوت او د ناسمې لار کارولو وروسته نیوکې کړي او  مودي ی په دې تورن کړې دې چې د بهارپه ریاستي ټاکنو کې ی له وګړو ووټ په پیسو اخستې دې کومه چې غیرقانوني او ناسمه لار ده

 پرون په رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې له مخې ی هندي خبریال راجديپ  سرديسای د بهار ټاکنې د “پيسو په زور ترلاسه شوي انتخابات” وبلل او وې ویل چې په دې ټاکنو کې یوه ناسمه لار وکارول شوه

  د هند تکړه خبريال او سياسي شنونکي راجديپ سرديسای د بهارریاست  وروستيو ریاستي ټاکنو باندې  سختې نيوکې وکړې  او دغه بهير يې د “پيسو په بدل کې د رایو اخستلو یو بهیر وبلل

مودي حکومت څنګه په پیسو رای اخستي؟

هندي خبربال او څیړنکار راجدیپ په ویډیو کې وایی چې  چې د ټاکنو له پيل څخه  وړاندې د مرکزي حکومت یعني د مودي سرکار له لوري د “مکھیه منتري مهيلا روزګار یوجنا”(د وزیراعلی لوري ښځو لپاره د روزګار سکیم)  له لارې د بهار له ۱ کروړ او ۴۰ لکه څخه زياتو ښځو بانکي حسابونو ته لس ، لس زره روپۍ ورکړل شوې.

راجديپ سرديسای د خپل ټولنيز رسنيز ويډيو پيغام کې وويل چې په بهار کې د روانو ټاکنو پر مهال رائے په پیسو اخستل شوي دي ، د هغه په وینا  د رایو غلا خبره پرېږدئ، هغه په ویډیو پیغام کې وایی چې کله چې رايه په پيسو واخيستل شي، نو بيا ولې څوک د رایې غلا کولو ته اړ کېږي، هغه وایی چې د هند  په تازه ټاکنو کې همدا کار شوې دې او رای د پیسو په زور اخستل شوي دي

د ووټ اخستلو لپاره ناسمه لار: د هندي خبریال دلیل

راجديپ سرديسای وایی  چې د ټاکنیزې مبارزې پر مهال د داسې پروګرام اعلان او عملي کول د ټاکنو  اصولو او قوانینو څخه  ښکاره سرغړونه او بشپړ غير اخلاقي عمل دی.

هغه وویل چې زه له الېکشن کمېشن څخه بخښنه غواړم، خو بايد ووایم چې کمېشن په دې مسله کې جوړجاړی وکړ. هغه وایی او ټینګار کوي چې زما د سرچينو د معلوماتو له مخې د الېکشن کمېشن دريځ دا و چې دغه سکيم له وړاندې روان وو

راجديپ سرديسای په ویډیو کې ټينګا  کوي چې کله ټاکنو ته يوازې يوه اوونۍ پاتې وي او ټاکنیزه مبارزه روانه وي، نو په دې وخت کې د خلکو بانکي حسابونو ته د پيسو لېږدول کېدای شي قانوني وګڼل شي، خو دا په څرګند ډول غیر اخلاقي او د ټاکنو د شفافيت پر ضد یو کار دې

د مودي په ټاکنو کې دا ناسمه لار کارول باید له هند عدالتي نظام او له نړیوال عدالتي نظام له لارې چیلنج کړې شي . که چیرې مودي حکومت دا لار چې د ټاکنو پر مهال ی د بهار د ښځینه وګړو ووټ هم دې ۱۰،۱۰ زره روپو پر زور واخست،له عدالت څخه ناسمه او غیرقانوني اعلان شي نو باید دا ټاکنې بیا ترسره شی او ددي ټاکنو شفافیت دې باوري شي

نورخبرنه: د هند اپوزیشن مشر د هند لوی جمهوریت بربنډ کړې

Related Articles

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقانی د پاکستان امنیتي اندېښنې د ۹/۱۱ وروسته د امریکا له دریځ سره پرتله کړې

December 13, 2025

د پیښور دې برید په اړه پلټنی ښیې ځانمرګي بریدګر د یوې ناقانونه ترهګرې ډلې غړي وو او د برید نه مخکې یې څو ورځې په پېښور کې تېرې کړې وې

December 13, 2025

د افغانستان په کندوز کې د قامي مقاومت محاذ په دې برید کې یو بل تن ټپی شوې دې، شنونکي وايي د افغانستان امنیتي وضعیت لا مخ په زیاتی روان دی

December 13, 2025

ملګروملتونو په څرګندونو کې دعوی شوی چی د پی ټی آئی مشر عمران خان په بند کې د جسماني او حساسي ستونزو سره مخ دی خو حکومت وایی دا بیان قانوني پلټنه او کوم تصدیق نه لري

December 13, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *