تازه خبرونه

بلوچستان کې ترهګري: کوئټه کې یو مشهور دیني عالم ترهګرو تښتولې

سرچینې وایی چې د بلوچستان مشهور دیني عالم مولانا منظور مېنګل ترهګرو د ټوپک په زور ځان سرو بوولې او نامعلوم ځای ته ی رسولې
په بلوچستان کې بي ایل اې ترهګریز بریدونه کوي، دیني عالمان، مشران او سرکاري اهلکار تښتوي

د سرچینو ترمخه وسله والو په سړک نورې موټرې ایسارې کړې وې خو مولانا منظور له دې سرکه روغ وتلې دې

کوئټه:  د بلوچستان په اورناچ کراس آر سي ډي  شاهراه سیمه کې یوه خورا اندېښمنه پېښه رامنځته شوې، چې په کې مشهور دیني عالم مولانا منظور مېنګل د وسلوالو کسانو له لوري تښتول شوي دي

عیني شاهدانو په وینا، وسلوالو کسانو د مولانا مېنګل موټر مخې ته راغلل او هغه ی درولی ، سرچینې زیاتوي چې وسله والو  مینګل  په زور له ځان سره بوولي دي.

د پېښې تر رپوټ وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پراخ لټون عملیات یې پیل کړي دي

سرچینې وایي چې دې پېښې په ټول بلوچستان کې د ژورې اندېښنې څپه خپره کړې او خلکو دا کار یو بزدلانه او د غندنې وړ اقدام بللی دی

د سیمې دیني، سیاسي او ټولنیزو مشرانو د مولانا منظور مېنګل د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا پېښه د بلوچستان د امن او ثبات لپاره یو خطرناک پرمختګ دی او غوښتنه ی کړې چې د مولانا مینګل په تښتونه کې ککړ کسانو پر ضد دې اقدام وشي

باید یادونه وشي چې په بلوچستان کې له تیرو څو ورځو راهسي امنیتي وضع ډیره کړکیچه شوي دې، د پاکستان امنیتي چارواکو ترمخه په سیمه کې د هند ملاتړ لرونکې فتنه الخوارج ترهګر سیمه ایز مشران ،دیني عالمان او امنیتي ځواکونو اهلکار په نښه کوي چې په سیمه کې  ناامني او ترهګري خپره کړي

نورخبرونه: بلوچستان کې ترهګري: یو قبایلي مشر او درې نور تنه وژل شوي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *