تازه خبرونه

د افغانستان پخواني سفیر ویلي آزاد ملتونو حق لري خپل اقتصاد په پښو ودروي

پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي دي سیاست باید له اقتصاد څخه لرې وساتل شي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه له ۱۲م اکتوبر څخه د تجارت پر مخ تړل شوي دي

د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي دي چې باید موږ له شخصي ګټو راووځو ،داسې پریکړې به له ننګونو سره مخ هیوادونو لپاره ډیرې ګټورې وي

پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير عاطف مشعل د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اوسني کړکیچ او د افغان طالبانو د اقتصادي پریکړه په اړه یو مهم خبر مخې ته راغلې دې، هغه ویلي دي چې  چې په تېرو څو لسیزو په ځانګړي ډول په وروستیو کلونو کې، د پاکستان له لوري د تجارت څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل د افغانستان پر خپلواکه تصمیم‌نیونه ښکاره فشار و

نوموړي ویلي دي چې  د افغانستان وروستی دریځ او د دې انحصار کمول یوازې د بازار خبره نه ښکاري؛ بلکې یو سخت، سیاسي او اقتصادي مهم تصمیم و؛ یو داسې تصمیم چې د اوږدمهاله عزت، ثبات او ملي ګټو له منطق نه راولاړېږي

د مشعل په خبره هغه سوداګري چې مادي ګټه ولري، خو سیاسي بیه پرې غواړي، د یو هېواد د پایداره ثبات لپاره د منلو وړ نه ده

نوموړي د افغانستان وروستۍ تاريخي پرېکړې ته په اشارې زياته کړې، چې ازاد ملتونه د خپل اختیار او خپل مدیریت له لارې خپل اقتصادونه پر پښو دروي او په خبره یې دا اصل د افغانستان د اوسني وضعیت لپاره هم صدق کوي

د مشعل په خبره که له شخصي علایقو او لنډمهاله محاسبو بهر ووځو، دا ډول پرېکړې د هغو هېوادونو لپاره د پرمختګ نوې لارې پرانیزي چې د لویو ننګونو تر سیوري لاندې وي

نوموړي ټینګار وکړو چې  افغانستان نور محصور هېواد نه دی؛ بلکې د سیمه‌ییز وصل، او بدیلو اقتصادي دهلیزونو مهم مرکز ګرځي

عاطف مشعل په پای کې اوویل چې افغانستان هغه وخت باثباته او باعزته اقتصادي راتلونکي ته رسېږي، چې د انحصار پر ځای توازن، د فشار پر ځای انتخاب او د مجبوریت پر ځای بدیل ولري

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې وړمه ورځ د افغانستان نایب وزیراعظم مولا برادر اخوند افغان سوداګرو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو چې افغانستان سوداګر باید د پاکستان پرته نورو هیوادونو سره بدیل لارې اوګورې او تجارت پیل کړي، هغه ویلي ووی چې افغان سوداګر باید له پاکستان پرته نورو هیوادونو څخه دارو درمل هم را وارد کړي

نورخبرونه: افغانستان او ازبکستان د هوایی او ځمکي تجارت لویه هوکړه کړې

 افغان سوداګردې نورو هیوادونو سره د تجارت لارې ولټوي: ملا برادر اخند

Related Articles

د امریکا–پاکستان شنه اتحاد د لمریزې او بادي انرژۍ په ودې تمرکز کوي، د پاکستان د ۲۰۳۰ کال د پاکې بریښنا هدف ملاتړ کوي.

March 18, 2026

د کمېشن په وینا، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو په تعلیم، کار او عامه ژوند کې محدودیتونه لګول شوي، چې له امله یې په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت نړیواله اندېښنه راپارولې ده

March 18, 2026

د کراچۍ په سی ټي ډي عملیاتو کې د بلوچستان لبریشن ارمي لوړپوړی قوماندان سهیل “ګرک” وژل شوی، چې پلان شوې ترهګریزې حملې یې شنډې کړې او وسله والو شبکو ته یې لویه ضربه وهلې ده

March 18, 2026

د ایاز سید جنجالي ټویټ چې په کې یې د پاکستان دفاعي عملیات «تېروتنه» بللي، د ترهګرۍ ضد مبارزې او ملي امنیت په اړه د عامې بحثونو سبب شوی

March 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *