تازه خبرونه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ تورخم دروازه نن په ۳۳دري دیرشمه ورځ هم تجارت پرمخ تړلې ده

د پاکستان او افغانستان سوداګر وایی سرحد تړلو له امله دواړو هیوادنو اقتصاد ته په اربونه روپۍ تاوان رسیږي

1 min read

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونو د تجارتي هلوځلو لپاره له ۱۲م اکتوبر څخه تړلي دي

پرون د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په تالار کې د امن جرګې مشرانو غوښتنه وکړه چې د پاکستان او افغانستان پوله دې د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ خلاص شي

November 13, 2025

تورخم: د پاکستان او افغانستان ترمنځ د  تورخم دروازه نن په ۳۳دري دیرشمه ورځ هم  تجارت پر مخ تړلې ده ، په رسنیو کې چاپ د یو راپور ترمخه پاکستان ته د ۴.۵ میلیارد ډالرو زیان رسیدلې او پاکستان  د افغان بازار ۶۵ سلنه له لاسه ورکړې دې

د پاکستان او افغانستان سوداګر وایی چې سرحدونه باید له سیاسته لرې وساتل شوي ځکه سرحدونه بندول  د دواړو هېوادونو اقتصاد ته دروند زیان رسوي او باید سرحدونو د سیاست ښکار نه شي خو بل اړخ ته د پاکستاني امنیتي چارواکو وینا ده چې  دوی هیڅ کله هم نه شي زغملي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي او ترهګر په افغانستان کې پلانونه جوړ کړي چې بیا ی پاکستان کې ترسره کړي

د ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، یوازې د تېر یو میاشتني بندښت له کبله دواړو هېوادونو ته د ۴.۵ میلیاردو امریکایي ډالرو څخه زیات زیان اوښتی دی، او د افغانستان په بازار کې د پاکستان تجارتي ونډه په څرګند ډول کمه شوې ده

سرکاري او تجارتي سرچینې وایي چې د پاکستان د ناسمې سوداګریزې تګلارې او د سرحدونو د تکراري تړل کېدو له امله پاکستان د افغانستان د ۶۵ سلنه بازار له لاسه ورکړی او وس  ایران، ترکي، هند او منځنۍ آسیا هېوادونه د افغان بازار واکمن ګرځېدلي دي

د دواړو غاړو ګڼ شمېر تاجران د بې‌ثباتۍ او سوداګریزو خنډونو له امله اړ شوي چې له افغان بازار څخه خپله پانګه وباسي، کوم چې د خیبرپښتونخوا د راټوکېدونکو صنعتونو او د پنجاب او سند د صادراتي تولیداتو پر برخو هم منفي اغېز کړی دی

د تورخم کسټم کلیرینس ایجنټس یونین مشر مجیب الله شینواري وایي، د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ ترمنځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم ۲.۵ میلیارد ډالرو ته رسېده، خو اوس دا شمېره یوازې ۸۰۰ تر ۹۰۰ میلیونه ډالرو پورې راټیټه شوې ده.

هغه وویل، د صادراتو په دې ښکته کېدو نه یوازې د پاکستان اقتصاد دیر بد اغېزمن شوي، بلکې ګڼ شمېر تاجران او د ټرکونو چلوونکي په درنو مالي تاوانونو اخته شوي دي

د شینواري په وینا، د یوه ګډ جرګې جوړېدل  چې پکې قبایلي مشران، سیاستوال او تاجران برخه ولري  کولای شي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رغنده خبرو اترو له لارې د سرحدي لارو د بیا پرانیستلو او د لا نورو اقتصادي زیانونو د مخنیوي لپاره زمینه برابره کړي

د تورخم یو سوداګر وایي چې د بندر له لارې هره ورځ د وارداتو او صادراتو په برخه کې له یو میلیارد روپیو څخه زیاته سوداګري ترسره کېده، خو دا لړۍ له تېرې یوې میاشتې راهیسې ټپه ولاړه ده

نوموړي زیاته کړه، “دواړه ګاونډي هېوادونه باید د مذاکراتو له لارې ستونزه هواره کړي، څو د دواړو هېوادونو اقتصاد له لا زیاتو زیانونو وژغورل شي

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې پرون د خیبر پښتونخوا صوبایی اسمبلۍ په تالار کې د وزیراعلی سهیل افریدي په مشرۍ کې د امن جرګه ترسره شوه، د جرګې یوه ګډه اعلامیه خپره شوې چې پکې غوښتنه وشوه چې د پاکستان افغانستان سره پوله دې د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ سمدستي پرانستل شي

پاکستان سرحدونه ولې او کله وتړل؟

دا هم باید یادونه وشي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اکتوبر په میاشت کې اړیکې کړکیچنې شوې او له افغان لوري په پاکستاني سیمو بریدونو وروسته پاکستان افغانستان سره خپل ټول سرحدونه له ۱۲م اکتوبر څخه د تړلو پریکړه وکړه او سرحد نن په ۳۳ ورځ هم د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړلې دې

نورخبرونه

پاک افغان پوله دې دوه اړخیز تجارت لپاره سمدستي پرانستل شي:د امن جرګې په اعلامیه کې غوښتنه

 افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

Related Articles

د پاکستان پوځ ویاند وویل چې د پي ټي آیی مشرتابه وایی پوځ سیاست کوي، جنګ نه شي کولې، ولې دوی و نه لیدل چې د پاکستان پوځ څنګه جنګ وکړو؟

December 5, 2025

د روسیې ولسمشر د طالبانو د واک تثبیت مني، خو د هغوى پر وړاندې د سیمه‌ییزو اندېښنو یادونه مهمه ګڼل کېږي

December 5, 2025

د پاکستان او قرغزستان د سیمه‌ییز اتصال، توانايی د پروژو، او ګډو ستراتیژیکو همکاریو پر پراخولو هوکړه وکړه؛ د ۲۰۲۷–۲۸ لپاره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو نوې سوداګریز هدف ټاکل شوی

December 5, 2025

افغان طالب چارواکي وایی د اسلام کلا له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي

December 5, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *