پیښور: پرون د چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي په مشرۍ کې د خیبرپښتونخوا امن جرګه د صوبایی اسمبلۍ په تالار کې تابیا شوې وه
په رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوي دي چې کله د امن دا جرګه پیل کیدله نو د پاکستان قومي ترانه غږول پیل شول او په تالار کې ټول د جرګې مشران د قومي ترانې په احترام کې ودریدل خو په ویډیو کې لیدل کیږي چې د پښتون تحفظ موومنټ، پی ټي ایم څه مشران چې په جرګه کې ګډون کولو په خپول څوکیو ناست پاتې شول
په سوشل میډیا او په کمیونټي کې د پي ټي ایم د قومي ترانې په احترام کې نه ودریدل په سختو ټکو کې غندنه شوې ده، عام پوهان او څیړنکاران وایی چې په داسې وخت کې چې د خیبر پښتونخوا امن جرګه پیل کیدله او د پاکستان قومي ترانه پیل شوه نو د پي ټي ایم دې مشرانو له هم په کار وو چې لکه د نورو مشرانو د قومي ترانې په احترام کې ودریدلې وې، پوهان وایی چې د پي ټي ایم دې مشران دا کار ښه و نه کړو ځکه د خیبرپښتونخوا په صوبایی اسمبلۍ تالار کې د امن جرګه کیدله او قومي ترانې په احترام کې ددوی نه ودریدل د کرکې او نفرت یو علامت وو، پوهان ټینګار کوي چې د پي ټي ایم مشران چې په دې خاوره کې ژوند کوي نو باید ددې ملک او ریاست قانون هم په اومني او ددې احترام وکړي
نورخبرونه: پاک افغان پوله دې دوه اړخیز تجارت لپاره سمدستي پرانستل شي:د امن جرګې په اعلامیه کې غوښتنه