پیښور: د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه کې نن د چهارشنبې په ورځ د امن جرګې مشرانو ته وزیراعلی سهیل افریدي وینا کړې ده، سهیل افریدی اوویل چې زمونږ هڅه د امن او سوکالې لپاره ده، که له تړلو خونو رابهر شو او له سیاسي مشرانو سره په ګډه پریکړې وکړو نو د ترهګرۍ ختمول ممکن دی
نوموړي اوویل چې خیبر پښتونخوا صوبې له د این ایف سي ایوارډ ۴۰۰ اربه روپۍ نه ورکول کیږي، ټینګار ی وکړه چې که یو فیصد د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ورکړل شی نو بیا هیڅوک هم ددې فنډ او روپو په اړه د پوښتنې حق نه لري
هغه اوویل چې ترهګري په ضد جنګ باید د سیاست پرته ترسره شي، هغه اوویل چې ترهګرۍ کې هر سیاسي مشر او وګړي بداغیزمن شوې، ټینګار ی وکړو که چاودنه شي نو دا نه ګوري چې دا د پی تي ایی ګوند مشر دې او که د پیپلز ګوند، زیاته ی کړه چې دلته هر یو تن قربانۍ ورکړي دي
د خیبرپختونخوا اسمبلۍ ته د امن جرګې وینا کې وزیراعلی وویل چې زموږ موخه د ثبات لپاره کار کول دي او د ترهګرۍ د ناسور پر ضد به په نننۍ جرګه کې دایمي حل لارې وموندل شي. هغه زیاته کړه، امن هغه وخت ټینګیږي کله چې ترهګري ختمه شي.
هغه وویل چې باید له تړلو خونو ووځو، له سیاستمدارانو سره ناسته وشي او ګډې پریکړې وشي او د ترهګرۍ پر ضد اوږدمهاله تګلاره جوړه او عملي شي، نوموړي ټینګار وکړو چې په کال ۲۰۱۸ کې امن راغلې وو خو له بده مرغه وس بیا ترهګرۍ سر راپورته کړې دې
وزیراعلی سهیل افریدي د پاکستان او افغانستان مذاکراتو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د سولې هڅې د هرکلي وړ دي ،زیاته ی کړه چې جګړه باید وروستی انتخاب وي، هغه اوویل چې په تړلو خونو کې د پریکړو وروسته هم ترهګري نه ده ختمه شوې او مونږ باید له تړلو خونو رابهر شو
نوموړي اویل چې سیاستوال، سیکیورټي ځواکونه او نورټول اړوند مشران او ذمه واران دې په مېز کیښني او پریکړه دې په اتفاق وشي، ټینګار ی وکړ چې که دا تګلاره عملي شي نو د ټولو لپاره قبوله وی او داسې پریکړو او تګلارو سره به په صوبه کې ترهګري له جرړو ختمه شي
نورخبرونه: د خیبر پښتونخوا په سر ښار پیښور کې نن د امن لپاره جرګه کیږي