سوات: د اے اين پي د مشر ممتاز علي خان پر موټربمي چاودنه شوې ده خو سرچینې وایی چې به دې برید کې هغه خوندي پاتې شوې دې
د بشپړ تفصیلاتو ترمخه د سوات د تحصیل مټې د شکردرې په سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند، اې ای پي د مشر او د صوبایي اسمبلۍ پخواني امېدوار ممتاز علي خان پر موټر نژدې د سړک له غاړې ښخ کړل شوي چاودېدونکي مواد وچاودېدل. د پولیسو په وینا، ممتاز علي خان له چاودنې خوندي پاتې شوی، خو د هغه موټر ته لږ زیان رسېدلی دی.
د سوات د پولیسو مشر ،ډي پي او په وینا، چاودنه هغه مهال وشوه چې ممتاز علي خان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره له خپل کوره وتلی و. د کور څخه شاوخوا ۳۰۰ فټه په واټن کې ایښودل شوي مواد وچاودېدل
پولیس سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلی او سیمه یې کلابنده کړې ده. د شواهدو راټولول روان دي. د لومړنۍ پلټنې له مخې، دا برید ښايي د ریموټ کنټرول په وسیله ترسره شوی وي
له پېښې وروسته د خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ټینګ امنیتي ګامونه اخستل پیل شوي دي. د پولیسو مشر ،آیی جي ټولو سیمه ییزو پولیس مشرانو او اړونده چارواکو ته امر کړی چې په ټول ایالت کې د امنیتي تدابیرو پیاوړتیا یقیني کړي
په پېښور او نورو ضلعو کې د تعلیمي ادارو، محکمو، او د پولیسو دفترونو امنیت زیات شوی او د حساسو ادارو شاوخوا اضافي سرتېري ځای پر ځای کړل شوي دي.د پولیسو په وینا، د پېښې پلټنې روانې دي او مسؤلان به ډېر ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي
