اسلام آبد: نن د نهې په ورځ په پلازمینه اسلام آباد کې او پرونه په وانا کیډټ کالج باندې بریدونو ته نړیوال غبرګون مخې ته راغلې دې، د نړۍ هېوادونو له پاکستان سره د یووالي څرګندونه کړې ده
نن د اسلام آباد په ضلعي کچهرۍ کې شوي ځانمرګي برید او پرون د وانا کیډټ کالج باندې ترسره شوي ترهګریز برید ته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سخت غبرګونونه مخې ته راغلي دي. نړیوالو مشرانو او حکومتونو نه یوازې د وژل شوو کسانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې، بلکې له پاکستان سره یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د بشپړ ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی
قطر: د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې د اسلام آباد او وانا بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.په بیان کې ویل شوي چې دغه بریدونه د اسلامي اصولو او انساني ارزښتونو خلاف دي ، قطر له پاکستان سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په لاره کې د بشپړ یووالي اعلان کړی او له قربانیانو سره یې خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده
د قطر دولت په اسلاماباد او واڼه، جنوبي وزیرستان کې خونړي بریدونه په کلکه غندنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت د تاوتریخوالي او ترهګرۍ هر ډول عمل رد کړی، د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره روغتیا هیله څرګنده کړې ده. pic.twitter.com/Uvc9a1nhKH
— HTN Pashto (@htnpashto) November 11, 2025
افغانستان: د بریدونو غندنه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د وانا کیډیټ کالج او اسلام آباد کې نن ځانمرګي بریدونه غندلي دي.په اعلامیه کې د دواړو بریدونو له امله د انسانانو د مرګژوبلې او تاوانونو په اړه ژوره خواخوږي څرګنده شوې ده
تازه خبر!
— HTN Pashto (@htnpashto) November 11, 2025
د افغان طالبانو موقتي حکومت په وانه کیډیټ کالج باندې ترهګریز برید غندلی دی۔ pic.twitter.com/7eFYtLlmIS
امریکا: د پاکستان ترڅنګ ولاړ یو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې امریکا د پاکستان له ولس او حکومت سره د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې اوږه په اوږه ولاړه ده
امریکایي بیان زیاتوي چې دا ډول بریدونه د پاکستان د سولې او ثبات د کمزوري کولو هڅې دي، خو واشنګټن به له اسلام آباد سره د ترهګرۍ د لهمنځه وړلو په برخه کې خپل همکاري لا نوره پیاوړې کړي
وروستۍ څرګندونه!!
— HTN Pashto (@htnpashto) November 11, 2025
په اسلاماباد کې د متحده ایالاتو سفارت نننۍ ترهګریزه حمله په پاکستان کې غندلې ده. @usembislamabad د هغو کسانو کورنیو ته تسلیت ویلی چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
سفارت یو ځل بیا ټینګار کړی: "متحده… pic.twitter.com/NiJJb0QRkB
چین: د پاکستان د قربانیو ستاینه
د چین د بهرنیو چارو وزارت هم بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي:
“چین په هر حالت کې له پاکستان سره ولاړ دی.”
بیجینګ زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد نړیواله جګړه کې سترې قربانۍ ورکړي، او چین به د پاکستان د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپله همکاري نوره هم پیاوړې کړي.
روسیه، چین، بنګلهدېش او ایران په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه غندلي دي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی۔ pic.twitter.com/upXSpuL9Ae
— HTN Pashto (@htnpashto) November 11, 2025
سعودي عرب: له پاکستان سره اوږه په اوږه
د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت د اسلام آباد برید په اړه په خپل بیان کې ویلي چې مملکت سعودي عرب د دې غمځپلي حالت په دې سختو شېبو کې د پاکستان ترڅنګ ولاړه دې
په اسلاماباد کې د سعودي عربستان سفارت د اسلامي جمهوري پاکستان سره د موټر بم چاودنې له امله د قیمتي ژوندونو د ضیاع او ټپيانو په اړه ژوره خواخوږي او صمیمانه تسلیت څرګند کړی دی.
— HTN Pashto (@htnpashto) November 11, 2025
سفارت د تاوتریخوالي او ترهګرۍ پر ضد د سعودي عربستان کلک او اصولي دریځ یو ځل بیا تائید کړی، او د ټپیانو… pic.twitter.com/6970JJVlbm
آسټرالیا: ژوره خواخوږي او د پاکستان د رول ستاینه
د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د اسلام آباد برید ته د اندېښنې څرګندونه کړې ده.په بیان کې ویل شوي چې آسټرالیا د دې غمځپلې پېښې په اړه د پاکستان له خلکو سره خواخوږي څرګندوي او د ترهګرۍ ضد نړیوالو هڅو کې د پاکستان رول ستایي
ایران: د غمشریکۍ څرګندونه
په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم د اسلام آباد برید ته په خپل بیان کې ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې ایران به د هرې ستونزې پر مهال د پاکستان ترڅنګ ولاړ وي
برېتانیا: د نه منلو وړ پېښه
په اسلام آباد کې د برېتانیا لوړ کمېشنر ویلي چې دغه ډول بریدونه د منلو وړ نه دي، برېتانیا ژمنه کړې چې له پاکستان سره د سولې، ثبات او د ترهګرۍ ضد هڅو په برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
اروپايي اتحادیه: ګډې هڅې د حل لاره
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو دفتر په خپل اعلامیه کې ویلي چې اروپايي اتحادیه د پاکستان له ولس سره خپل یووالې څرګندوي، په بیان کې زیاته شوې چې ترهګري یو نړیوال ګواښ دی او یوازې د ګډو هڅو له لارې له منځه وړل کېدای شي
نورخبرونه
اسلام آباد کې ځانمرګي برید: دولس ۱۲ کسان شهیدان شوي
اسلام آباد ځانمرګي برید: کالعدم جماعت الاحرار ددې برید ذمه واري قبوله کړې