تازه خبرونه

وانا کیډټ کالج کې ټول زده کوونکي خوندي دي

وانا کیډټ کالج کې وس هم د ترهګرو پر ضد عملیات دوام لري
د خیبر پښتنونخوا په کوزو سیمو کی ترهګریز بریدونه زیات شوي او خلک ی اندیښمن کړي دي

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې د ترهګري پیښې زیاتې شوي خو امنیي ځواکونه وایی دوی ژمن دې چې ترهګري به له منځه وړي

جنوبي وزیرستان: د پاکستان امنیتي ځواکونه د وانا کیډیټ کالج دننه درې محصور شوي ترهګرو پر ضد خپل عملیات روان ساتلي دي، چې د ۱۰ نومبر د وژونکي برید وروسته کالج ته داخل شوي وو. د پېښې پر مهال، په کالج کې شاوخوا ۶۵۰ کسان موجود وو، چې پکې ۵۲۵ کیډټان شامل وو

د امنیتي سرچینو په وینا، تر اوسه پورې ۱۱۵ کسان په خوندي ډول ژغورل شوي دي، پداسې حال کې چې شاوخوا ۵۳۵ کسان لا هم د کالج دننه موجود دي. درې واړه ترهګر د یوه ځانګړي ودانۍ دننه محدود شوي، چې د کیډټانو د استوګن ځایونو څخه خوندي فاصله لري. د ودانۍ شاوخوا سیمه کلکه امنیتي څار لاندې ده، څو د پاتې کیډټانو خوندیتوب یقیني شي. عملیات د ترهګرو د شتون له امله په ډېر احتیاط سره روان دي، او د کیډټانو د کالج څخه ایستلو عمل په تدریجي ډول روان دی

دا راپور چې لیکل کیږي، خبر رارسیدلې چې د کالج ټول زده کوونکي خوندي ځای ته انتقال شوي دي او وس به په کالج کې دننه ترهګر خپل آخري انجام ته ورسول شي

د ۱۰ نومبر په ورځ، ترهګرو هڅه وکړه چې د بارودو ډکه موټر د کالج د مرکزي دروازې ماتولو لپاره وکاروي. د چاودنې په نتیجه کې مرکزي دروازه په بشپړ ډول تباه شوه او نږدې ودانۍ هم زیانمنې شوې. د پاکستاني پوځ سرتېرو په دیر چټک او زړور اقدام سره دوه ترهګر په ځای ووژل

امنیتي سرچینو څرګنده کړه چې برید کوونکي د اسلام سره هیڅ تړاو نه لري، بلکې بې ګناه قبایلي ماشومان یې هدف ګرځولي وو. د ترهګرۍ ضد عملیات به تر هغه وخته پورې دوام ولري تر څو ټول ترهګر په بشپړ ډول له منځه لاړ نه شي

نورخبرونه: پاکستانې ځواکونو په وانا کیډټ کالج ځان وژونکی برید ناکامه کړی

Related Articles

د پاکستان JF-17 تھنډر جنګي الوتکه د نړیوالو دفاعي صادراتو مهمه برخه ګرځېدلې، او په بهر کې یې د څو میلیارډ ډالرو تړونونه ترلاسه کړي

March 5, 2026

د عملیاتو “غضب للحق” تازه جګړه کې افغان طالبانو ته سخت جاني او مالي زیان رسېدلی؛ تر ۴ مارچ پورې ۴۸۱ جګړه ماران وژل شوي او سلګونه پوځي پوستې تباه شوي دي

March 5, 2026

غیر تصدیق شوي راپورونه وایي چې ځینې مشران د خپلو کورنیو سره خوندي سیمو ته تللي دي

March 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *