تازه خبرونه

اسلام آباد ځانمرګي برید: کالعدم جماعت الاحرار ددې برید ذمه واري قبوله کړې

د اسلام اباد په جي ۱۱ سیکټر کې نن د ضلعي کچهرۍ ته څیرمه موټل سایکل سپور تن ځانمرګي برید وکړو، ۱۲ کسان ی شهیدان کړي
نن په اسلام آباد کې یو ځانمرګي برید وشو، ۱۲ کسان شهیدان شول

د نړۍ بیله بیلو هیوادونو سعودي عربستان، قطر، ترکي او یورپین یونین پاکستان کې ځانمرګي بریدونه په سختو ټکو کې غندلي دي

اسلام آباد: نن د نهې  په ورځ غرمه ۱۲ نیمې بجې  د اسلام‌اباد د جي الېون سېکټر د ضلعي او سېشن کچهرې مخې ته یو زورور ځانمرګی برید وشو، چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان شهیدان او ۲۷ نور ژوبل شوي دي.

د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، یو موټرسایکل سپور ځانمرګی بریدګر غوښتل د جوديشل کمپلیکس ودانې ته ورننوځي، خو کله ی چې  موقع ترلاسه نه کړه، د پولیس د موټر څنګ ته ورسېد او هلته یې ځان والوزاوه. د چاودنې له امله د پولیسو یو موټر او دوه شخصي وسایط وسوځېدل، او د بریدګر د بدن ټوټې د کچه‌ړۍ دننه ورغلې.

د برید ذمه واري یو ترهګرې ډلې په غاړه اخستې

په داسې وخت کې چې له افغان خاورې څخه ناقانونه ګرځول شوې ډله ټي ټي پي د پاکستان پر ضد بریدونه کوي، نن د اسلام آباد دې برید ذمه واري هم له دې ډلې څخه بیلې شوې یوې بلې ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخستې ده

یادې ډلې ددې برید ذمه وارې په یوه اعلامیه خپرولو سره  چې د غازي میډیا نیټورک لوري خپره شوې اخستې ده، په اعلامیه کې ی ویلي دي چې دا برید ددوی یو ځانمرګي برید کړې چې د اسلام آباد په جوډیشل کمپلیکس کی ی ترسره کړل او د پاکستان هغه ججان ی په نښه کړل چې د غیرشرعي قانون له لارې پریکړه کوي

نورخبرونه: اسلام آباد کې ځانمرګي برید: دولس ۱۲ کسان شهیدان شوي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *