...

   افغانستان کې میشت ترهګر د سیمې ثبات لپاره لوی ګواښ دې: پاکستان

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې عاصم افتخار ویلي دي چې افغانستان کې میشت ترهګرې ډلې د پاکستان پر ضد عصري او ناقانونه وسلې کاروي
پاکستان په ملګرو ملتونو کې ویلي چې افغان خاوره باندې ترهګرې ډلې د نړۍ ثبات لپاره لوی ګواښ دې

د پاکستان استازې عاصم افتخار ویلي چې افغانستان کې موجودې ترهګرې ډلې داعش، تحریک طالبان پاکستان ، د بلوچستان ازادۍ پوځ او مجید بریګېډ ، دا پرمختللې وسلې د پاکستان پر ضد کاروي او بې ګناه ولس پری وژني

پاکستان په ملګري ملتونو کې د نړۍ هیوادونو د پام راګرځولو لپاره افغانستان کې میشت ترهګر ډلو ته د ناقانونه وسلو لاسرسۍ د سیمه‌ییز ثبات او ګاونډي  هېوادونو لپاره مستقیم ګواښ بللی دی او غوښتنه ی کړې ده چې نړۍ باید دې ته  ځانګړې پام وکړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د عصري وسلو او مهماتو د زېرمو موجودیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د ټولې نړۍ پام ی دې لوی ګواښ ته راوګرځاوه

د پاکستان استازې څرګنده کړه چې ترهګر له افغانستانه په ښکاره توګه د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي او کره شواهد شته چې دا وسلې د ترهګریزو موخو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته په ناقانوه توګه انتقالولو هڅې روانې دي۔ ټینګار ی وکړه چې د پاکستان او افغانستان له پولې نیول شوې وسلې د هماغو زېرمو برخه ده چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوې وې۔

عاصم افتخار د امنیت شورا ته وویل چې په افغانستان کې موجودې ترهګرې ډلې، په ځانګړي ډول داعش، تحریک طالبان پاکستان ، د بلوچستان ازادۍ پوځ   او مجید بریګېډ ،  دا پرمختللې وسلې د پاکستان د عامو وګړو او د قانون د پلي کولو  ادارو پر ضد  کاروي، چې له امله یې زرګونه بې‌ګناه انسانان وژل شوي دي

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ترهګرو ډلو د وسلو ته د لاسرسي د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه واخلي او ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان موقتي واکمنان د خپلو نړيوالو ژمنو او مسؤليتونو پوره کولو ته ژمن پاتې شي

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې له دې وړاندې هم د پاکستان ملګرو ملتونو کې استازې بیا بیا دا خبره تکرار کړې چې ناقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان له افغان خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه پلان کوي او بیا ی دلته ترسره کوي

نورخبرونه: عاصم افتخار: افغان خاوره پاکستان په ضد کارول پاکستان لپاره ستر ګواښ دې

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.