تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پر ضد پیکا ایکټ لاندې مقدمه درج شوې

د پی‌ ټي ‌ای د رسنیو د ټیم د غړي پر ضد د دولتي ادارو پر ضد څرګندونو له امله قضیه ثبت شوې ده
وزیراعلی سهیل افریدي څو ورځې وړاندې رسنیو سره خبرو کې په پوځ تور لګولې وو

وزیراعلی خیبر پښتونخوا سهیل افریدي د پاکستان پوځ پر ضد تورونو لګولي وو چې وروسته بیا این سي سي آیی اې دده پر ضد مقدمه درج کړه

د ملي سایبر جرمونو د څېړنې ادارې، این سي سي آیی اې،  د پاکستان تحریک انصاف د رسنیو د ټیم پر یوه غړي تور لګولی چې د دولتي ادارو پر ضد یې ، سپکونکي او ګمراه کوونکي څرګندونې کړې دي او پر ټولنیزو رسنیو یې خپرې کړې دي۔

د رسمي راپور  د پلټنې شمېره ۲۲۸۷/۲۰۲۵ له مخې، چې د سایبر جرم راپور ورکولو مرکز اسلام‌ آباد لخوا خپور شوی، تورن محمد سهیل چې د محمد ستار زوی او د شلوبر قمبر خېل اوسېدونکی دی، باړه خېبر او نورو کسانو سره یو ځای، په قصد او اراده سره د بد نیتي پر بنسټ د پاکستان د دولتي ادارو پر ضد بې‌ بنسټه تورونه لګولي دي

په ایف آی آر کې ویل شوي چې یاد ویډیو د تحریک انصاف رسمي یوټیوب چینل   او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې خپره شوې وه۔ په دې ویډیو کې چې عنوان یې دی “د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمد سهیل افریدی د اډیاله زندان نه بهر خبرې”، داسې څرګندونې شوې چې “درواغجنې، جعلي او بد نیت لرونکې” بلل شوې دي

چارواکي وایي، تورن کسانو هڅه کړې چې د خلکو اعتماد پر دولتي ادارو کم کړي، د نفرت، ګډوډۍ او وېري فضا رامنځته کړي۔ راپور زیاتوي چې یاد کسان د جعلي او غلطو موادو په خپرولو، شریکولو او خپرېدو کې ښکېل دي، څو د دولت ضد احساسات را وپاروي او ملي امنیت ګډوډ کړي

د پلټنو له پای ته رسېدو وروسته، پر تورنو کسانو د “د الکترونیکي جرمونو د مخنیوي قانون پیکا ایکټ ۲۰۱۶  د ۱۱، ۲۰ او ۲۶-اې مادو لاندې قضیه ثبت شوې ده۔ د دې قضیې د څېړنې مسؤلیت د  ملي  د سایبر جرم راپور ورکولو مرکز د سب انسپکټر وسیم خان ته سپارل شوی او د  ایف آی آر کاپۍ هم  اړوندو ادارو ته استول شوې دي

نورخبرونه

د خیبر پښتونخوا پولیس شهیدان کیږي او وزیراعلی له وفاق څخه د بم ضد موټرو اخستلو انکار کوي

وزیراعلی خیبر پښتونخوا دې اولسي ستونزو ته پام وکړي

د پاکستان تحریک انصاف سهیل افریدي وزیراعلی خیبر پښتونخوا جوړیدې شي که نه؟

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *