تازه خبرونه

استنبول مذاکرات: افغان طالبان وایی پاکستاني پلاوي مسؤوليت ونه مانه

د پاکستان امنیتي چارواکو ترمخه زموږ ښکاره دریځ دې چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي خو افغان طالبانو لیکلې ژمنه و نه کړه
د افغان طالبانو د ضد او لیکلې ژمنې نه کولو له امله نن په ۲۸مه ورځ هم سرحدونه تړلي دي

د پاکستان پلاوي ترمخه افغان طالبان دې ته چمتو نه وو چې لیکلې ژمنه وکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي او هم دا وجه وه چې خبرې ناکامه شوې

 د افغانستان اسلامي امارت اعلان کړی چې د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې (د نومبر ۶مه او ۷مه) بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي. د امارت د وینا له مخې، د پاکستاني پلاوي د غیر مسؤولانه او نه‌همکارانه چلند د خبرو د ناکامۍ اصلي لامل و

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، افغان پلاوي د مشرتابه په ځانګړي هدایت او د ښه نیت پر بنسټ په خبرو کې ګډون کړی و، په دې هیله چې پاکستان به دا ځل د خپلو مشرانو له سلا مشورو وروسته د ستونزو د حل لپاره په رغنده توګه عمل وکړي. خو د ده په وینا، پاکستاني پلاوي د خبرو پر مهال د خپل امنیت ټول مسؤولیتونه پر افغانستان واچول او خپله یې د هېڅ ډول مسؤولیت منلو ته چمتووالی و نه ښود

مجاهد زیاته کړه چې د پاکستاني پلاوي دغه رویه د دې لامل شوه چې د افغانستان د اسلامي امارت د نېک نیت او د منځګړو هېوادونو — ترکیې او قطر — د هڅو سره سره خبرې هیڅ پایلې ته ونه رسېږي

اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي، او نه به هم بل هېواد ته دا اجازه ورکړي چې د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او امنیت پر ضد له خپلې خاورې کار واخلي

ذبیح الله مجاهد وویل، د پاکستان مسلمان ولس د افغانانو وروڼه دي، او اسلامي امارت ورسره د ورورولۍ، سولې او همکارۍ نیت لري. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د خاورې او ولس دفاع د اسلامي امارت شرعي او ملي وجیبه ده، او د هر ډول تجاوز پر وړاندې به د خدای تعالی په مرسته کلکه دفاع وکړي

د پاکستان دریځ

د افغان طالبانو ویاند بیان ته پاکستان چارواکو تود غبرګون ښودلې دې او ویلي ی دي چې پاکستان افغان طالبانو ته د منځګړو هیوادونو ترکي او قطر له مخه  له لومړې ورځ دا دریځ وړاندې کړې چې افغان طالبان باید لیکلې ژمنه کړي چې د افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي، د چارواکو په وینا افغان طالبانو له دې انکار وکړو او هم دا ی لامل وو چې د ترکي په استنبول ښار کې خبرې پرته له کوم مثبتې پایلې ختمې شوې

نور خبرونه: استنبول مذاکرات: افغانستان څخه منځګړي هیوادونه هم ناهیلې شوي دي: د پاکستان دفاع وزیر

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *