تازه خبرونه

استنبول مذاکرات: افغان طالبان وایی پاکستاني پلاوي مسؤوليت ونه مانه

د پاکستان امنیتي چارواکو ترمخه زموږ ښکاره دریځ دې چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي خو افغان طالبانو لیکلې ژمنه و نه کړه
د افغان طالبانو د ضد او لیکلې ژمنې نه کولو له امله نن په ۲۸مه ورځ هم سرحدونه تړلي دي

د پاکستان پلاوي ترمخه افغان طالبان دې ته چمتو نه وو چې لیکلې ژمنه وکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي او هم دا وجه وه چې خبرې ناکامه شوې

 د افغانستان اسلامي امارت اعلان کړی چې د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې (د نومبر ۶مه او ۷مه) بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي. د امارت د وینا له مخې، د پاکستاني پلاوي د غیر مسؤولانه او نه‌همکارانه چلند د خبرو د ناکامۍ اصلي لامل و

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، افغان پلاوي د مشرتابه په ځانګړي هدایت او د ښه نیت پر بنسټ په خبرو کې ګډون کړی و، په دې هیله چې پاکستان به دا ځل د خپلو مشرانو له سلا مشورو وروسته د ستونزو د حل لپاره په رغنده توګه عمل وکړي. خو د ده په وینا، پاکستاني پلاوي د خبرو پر مهال د خپل امنیت ټول مسؤولیتونه پر افغانستان واچول او خپله یې د هېڅ ډول مسؤولیت منلو ته چمتووالی و نه ښود

مجاهد زیاته کړه چې د پاکستاني پلاوي دغه رویه د دې لامل شوه چې د افغانستان د اسلامي امارت د نېک نیت او د منځګړو هېوادونو — ترکیې او قطر — د هڅو سره سره خبرې هیڅ پایلې ته ونه رسېږي

اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي، او نه به هم بل هېواد ته دا اجازه ورکړي چې د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او امنیت پر ضد له خپلې خاورې کار واخلي

ذبیح الله مجاهد وویل، د پاکستان مسلمان ولس د افغانانو وروڼه دي، او اسلامي امارت ورسره د ورورولۍ، سولې او همکارۍ نیت لري. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د خاورې او ولس دفاع د اسلامي امارت شرعي او ملي وجیبه ده، او د هر ډول تجاوز پر وړاندې به د خدای تعالی په مرسته کلکه دفاع وکړي

د پاکستان دریځ

د افغان طالبانو ویاند بیان ته پاکستان چارواکو تود غبرګون ښودلې دې او ویلي ی دي چې پاکستان افغان طالبانو ته د منځګړو هیوادونو ترکي او قطر له مخه  له لومړې ورځ دا دریځ وړاندې کړې چې افغان طالبان باید لیکلې ژمنه کړي چې د افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي، د چارواکو په وینا افغان طالبانو له دې انکار وکړو او هم دا ی لامل وو چې د ترکي په استنبول ښار کې خبرې پرته له کوم مثبتې پایلې ختمې شوې

نور خبرونه: استنبول مذاکرات: افغانستان څخه منځګړي هیوادونه هم ناهیلې شوي دي: د پاکستان دفاع وزیر

Related Articles

وروستۍ چیک‌پواینټ پېښې ښيي چې مامورین د عامه خوندیتوب، مدني حقونو او د خلکو د نظر تر منځ د توازن ساتلو څومره ستونزې لري

February 27, 2026

په پي ټي آی کې داخلي شخړې زیاتې شوې، ځکه د علیمه خان ادعا شوي واک غوښتونکي ګامونه د ګوند د یووالي او نظم په اړه اندېښنې رامنځته کړي دي

February 27, 2026

په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه رامنځته شوي، ځکه عمران ریاض خان په پیسو د ناسمو کیسو د خپرولو تورن شوی او په آنلاین نړۍ کې نیوکې او هشتګونه زیات شوي دي

February 27, 2026

وسله‌والو له افغانستان څخه د مومند سرحد ته برید وکړ، چې په سیمه کې شدیده نښته او د امنیتي خبرداري سبب شوې ده

February 27, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *