تازه خبرونه

امريکه کښې د کپيټلزم او سوشلسزم ترمنځ ګرمه جګړه

زهران ممدانی د امریکه نیویارک ښار مسلمان ښاروال ټاکل شوې دې کوم چې د امریکه اولس مشر سره د سیاسي او اقتصادي سوچ په میدان کې تضاد لري
د امریکه ښار نیویارک کښې سیاست ته د راتللو وړاندې زهران ممداني په هنرمندۍ کښې ځانګړې ځای ترلاسه کړې وو

زهران ممدانی د امریکه نیویارک اولس سره ژمنه کړې چې د نيويارک ښار د استوګنې، ټرانسپورټ او خوراک نظام به د انصاف او برابري پر اساس جوړوي

امريکه کښې د سياست ميدان نن د دوؤ متضاد نظرياتو ترمنځ د يوې سختې فکري جګړې ښکار دے۔ يو طرف ته زهران ممداني دے، يو جمهوري سوشلسټ، څوک چې د عوامي فلاح، مساوات اَور انصاف علمبردار دے۔ بل طرف ته د امريکه د صدر ډونلډ ټرمپ  زهران ممداني د نيويارک ښار د مېئرۍ لپاره د ډيموکرېټ پارټۍ نوماند شوی، او په مقابل کښې يې د اينډرو کومو  ، ارک اېډمز   او کرټس سليوا  وو

ټرمپ د اېډمز ملاتړے وو او هڅه يې کويدله چې سليوا له انتخابه و وباسي څو ټول د ممداني پر ضد يو ځای شي. څوک چې د سرمايه دارانه نظام د مضبوطو ديوالونو محافظ ګڼلے کېږي۔ دا مقابله صرف د څو سياستدانانو نه، بلکې د دوؤ فکري دنياګانو ترمنځ د يوې ژورې نظرياتي جګړې نښه ده۔يو د زړه او انصاف خبرې کوي، بل د ډالر او منافعې

زهران ممداني خپل تعليم مکمل کولو نه پس د “فورکلوزر پرېوينشن کاؤنسلر” په حيث کار پيل کړو۔ د هغه دنده دا وه چې غريب خاندانونه د قرضونو له وجې د خپلو کورونو نه د جبري بې دخلي نه وساتي۔ دا تجربہ د هغه د سياسي فکر د بنياد په توګه مخې ته راغله۔ يو داسې سوچ چې د انسان د فلاح، برابري اَور د حق انصاف پر اساس ولاړ دے

سياست ته راتلو نه وړاندې ممداني د فنکارۍ دنيا کښې خپل مقام جوړ کړو۔ هغه به د “مسټر کارډېمم” يا “الاېچي والا” په نوم ريپ ګانې ويلے۔ د هغه په فن کښې د ظلم، غربت، نسل پرستۍ اَور طبقاتي توپير خلاف اواز پورته شو۔ د هغه مشهوره سندره “ناني” د خلکو زړونه وګټل، چې پکښې د هند مشهوره ليکواله مدھور جعفري يو بېباک کردار ادا کړے وو

په دې فنکارانه سفر کښې د پاکستان نوميالی سندرغاړے علي سېټهي هم د ممداني سره يو ريپ کښې شامل شو۔ ممداني په يو مرکه کښې وئيلي وو، “فنکار د دنيا کيسه ګو وي۔ دا زموږ ذمه واري ده چې موږ صرف د نوم نه بلکې د عمل نه هم د هغوی ترڅنګ ودرېږو۔” دا جملې د هغه د انسان دوست سياست د فلسفې خلاصه ښکاري

په ۲۰۲۰ کښې ممداني د نيويارک د رياست اسمبلۍ لپاره انتخاباتو کې برخه واخيسته او د لسو کالو نه مسلسل ګټونکي سرمايه دار اميدوار ته يې ماتہ ورکړه۔ دا د تاريخ يو نوی باب وو، ځکه چې هغه د نيويارک اسمبلۍ ته د جنوبې اېشيا نه لومړې مسلمان منتخب رکن جوړ شو

د ممداني انتخابي مهم د سوشلسټ نظريې عملي څرګندونه وه۔ هغه وعده وکړه چې د نيويارک ښار د استوګنې، ټرانسپورټ اَور خوراک نظام به د انصاف او برابري پر اساس جوړوي۔ د جېکسن هاېټس غوندې سيمو کښې چرته چې د جنوبې اېشيا او لاطيني امريکې خلک مېشته دي، د هغه مهم يو ولسي تحريک جوړ شو۔ څلوېښت زره نه زيات رضا کار د بېلابېلو ژبو په مرسته د خلکو تر کورونو ورسېدل او دا د نيويارک تر ټولو لوے انتخابي مهم وبلل شو

خو د نيويارک ټايمز د ادارتي بورډ په وينا دا پروژې مالي لحاظ نه ممکن نه دي۔ خو ممداني دا خبره نه مني۔ هغه وايي، “زه يو جمهوري سوشلسټ يم۔ زما سياست د بجټ نه، بلکې د انسان د وقار نه پيلېږي۔” بل طرف ته ټرمپ د کيپټلزم لوے علمبردار دے۔ د هغه په اند د امريکې طاقت د کاروبار، منډهۍ او دولت د تسلسل نه راځي

د ټرمپ د واکمنۍ په موده کښې د “وائس آف امريکه” ادارې بجټ محدود شو، د يو اين   ځينې فندونه پرې بند شول، او پر زياتو بهرنيو هېوادونو درانه ټيرفونه ولګېدل۔ ټرمپ د ځينو نړيوالو اين جي اوز کار هم محدود کړو، نړيوالو هېوادونو باندې درانه ټېرېفونه ولګول شول، او د تجارت په نړيوال ميدان کښې د تناؤ فضا خوره شوه۔ که څه هم د معيشتي اشاري يو څه ښه ښکاري خو د امريکې نرمه څېره د نړۍ نه پټه شوه

مارکسي سوشلزم او کيپټلزم د سوچ دوه مخالف قطبونه دي۔ د مارکس له مخې د توليد وسايل بايد د ولس په ګډ ملکيت کې وي، چې شتمني په انصاف سره وويشل شي۔ خو کيپټلزم دا وسايل د څو شتمنو کسانو په لاس کې سپاري، چې د عام مزدور د استحصال سبب ګرځي۔ سوشلزم د انسان د اړتيا پر بنياد توليد غواړي، نه د ګټې پر بنياد

د نړۍ ځينې هېوادونه لکه سوېډن، ناروې او فن لينډ د متوازن نظام ښکلي مثالونه دي۔ هلته سرمايه‌داري موجوده ده، خو د انساني فلاح او انصاف اصول د هر څه نه وړاندې ګڼل کېږي۔ دا هغه سوشل ډيموکراسي ده چې ممداني يې د امريکې لپاره تصور کوي

د ممداني سياست هم د دې سوچ تسلسل دے۔ هغه باور لري چې سياست د طاقت لپاره نه بلکې د خدمت لپاره دے۔ د هغه مهم شعارونه “هاؤسنگ فار آل” او “فير فوډ فار اېورې ون” دي، چې د عام انسان د ژوند ضرورتونه بيانوي

ممداني د ولس د قوت او برابري خبره کوي۔ هغه وايي: “زه د اقتدار لپاره نه يم راغلی، د ولس د طاقت لپاره راغلی يم۔” د هغه د نظره، حکومت د خلکو د خدمت لپاره دے، نه د شرکتونو د ګټې لپاره۔ ده د يو داسې نظام غوښتنه کړې چې پکښې تعليم، صحت، خوراک او کور د هر وګړي بنيادي حق وي

خو د ټرمپ حاميان دا دليل ورکوي چې د دوي د پالیسیو نه وروسته بېروزګاري کمه شوه او سټاک مارکېټ مضبوط شو۔ خو نقادان وايې دا ترقي مصنوعي ده ځکه چې د مزدور د ژوند معيار کښې هېڅ بدلون نه دې راغلې

د زهران ممداني بريا د امريکې د سياست لپاره د يو نوي باب شروعات ده۔ دا د فلاح پر بنسټ نظام د نيويارک نه شروع کېدے شي او تر واشنګټن پورې خپرېدے شي۔ خو که د ټرمپ د نظريې پلويان بيا برسر اقتدار شي نو د سرمايه دارۍ د منافعې دا طوفان به يو ځل بيا د اولس د فلاح خوبونه ځنډوي

امريکه اوس د يو داسې دو راهې پر سر ولاړه ده، چرته چې يو طرف د انسان د زړه نظريه ده، او بل طرف د ډالر د منډۍ۔ سوال دا دے چې دا ستر طاقت به کومه لاره اختياروي؟ د فلاح او تعليم د سوېډني ماډل لاره، که د منډۍ او طاقت د ټرمپ لار؟

د نړۍ تجربې دا ښئي چې صرف دولت يو ملت نه شي عظيم کولے۔ د انصاف، مساوات اَور فلاح توازن د تلپاتې پرمختګ ضامن دے۔ که امريکه خپله توجه د وال سټريټ نه د ولس ګليو ته واړوي، نو ښايي بيا رښتيا “عظيمه امريکه” جوړہ شي۔ خو که دا د زړه پر ځای ډالر انتخاب کړي، نو دا ګرمه جګړه به د امريکې د داخلي بې ثباتۍ اور نور هم تود کړي

خبرتیا: دا لیکنه د لیکونکي خپل نظر څرګندوي او د ایچ ټي این پښتو پالیسۍ سره کوم تړاو نه لري

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *