پیښور: د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې ، ضلعي پولیسو او ملکي استخباراتي ادارو د کرک په امبیري کلي سیمه کې ګډ هدفمند عملیات ترسره کړل، چې پکې د یوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې مطلوب قومندان نثار حکیم له منځه یوړل شو
د سي ټي ډي او پولیسو سرچینو ترمخه د عملیاتو لړۍ له څلورو ساعتونو زیات وخت روانه وه، چې پکې د فتنه الخوارج ډلې خطرناک قومندان نثار حکیم ووژل شو، او څلور پولیس سرتیري هم لږ ټپیان شو.
وژل شوی ترهګر قومندان د هیواد په بیله بیلو صوبو کې ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل و، او له هغه څخه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر آئی جی پولیس ذوالفقار حمید د بریالي عملیاتوپه ترسره کولو سره د کرک پولیسو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو ستاینه کړې له دوی ی ځانګړې مننه کړې ده چې دا مطلوب ترهګر ی له منځه وړې
آئی جی وویل چې د سي ټي ډي او کرک پولیسو زړورو اهلکارو خپل ژوند په خطر کې واچوه ترڅو د ترهګرو ناوړې موخې شنډې کړي، او دا زړور افسران او سرتیري زموږ د فخر وړ اتلان دي هغه زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا پولیس د ترهګرۍ پر وړاندې لکه د اوسپنې دېوال ولاړ دي، د ولس د ژوند، مال او د خاورې د امن ساتنه یې خپله سپیڅلې دنده ګرځولې ده او ددوی مالي او ځاني قربانۍ د هیرولو نه دي