تازه خبرونه

سبا استنبول کې د پاکستان او افغانستان مذاکرات کیږي

د ترکي په استانبول کې په ۲۵م اکتوبر د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ خبرې پیل شوې چې د اوربند په سر هوکړه کولو وروسته پای ته ورسیدلې
د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټول سرحدونه له ۱۲م اکتوبر څخه د سوداګرۍ پر مخ تړلي دي

د افغان طالبانو سره اړوند رسنیو یو خبر ورکړې دې چې د افغان طالبانو پلاوې د ترکي ښار استانبول ته رسیدلې دې ، انځور له مصنوعي ذهانت له لارې معلوماتو لپاره جوړ شوې

 د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو پر مهال  د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې خبرو نوی پړاو به سبا په استانبول کې ترسره کېږي. دغه ناسته به د پاکستان د استخباراتو مشر لیفټیننټ جنرل عاصم ملک او د افغانستان د استخباراتو مشر عبدالحق واثق په مشرۍ ترسره شي۔

هم دا وس چې دا راپور لیکل کیږي خبر راغلې چې د افغان طالبانو پلاوې د ترکي ښار استنبول ته رسیدلې دې چې سبا د پاکستان پلاوي سره خبرو ته کیښني، د سرچینو له مخې، د افغانستان د طالبانو موقت حکومت یو لوړپوړی پلاوی د پاکستان سره د سولې د خبرو د درېیم پړاو کې د ګډون لپاره استانبول ته رسېدلی دی۔

د طالبانو پورې تړلو ټولنیزو رسنیو د راپورونو له مخې، د پلاوي مشري د افغانستان د استخباراتو مشر عبدالحق واثق کوي، او ورسره په پلاوي کې د کورنیو چارو مرستیال وزیر رحمت‌الله نجیب، انس حقاني، ذاکر جلالي، سهیل شاهین، قهار بلخي او په ترکیه کې د افغانستان ناظم‌الامور هم شامل دي۔د دې پرمختګ په اړه د هېڅ رسمي حکومتي سرچینې له‌خوا رسمي تصدیق نه‌دی شوی۔

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اکتوبر په لومړیو ورځو کې شخړې زور واخست، د پاکستان لوري د کالعدم تحریک طالبان پاکستان ترهګرو پر ضد اقدام وشو ځکه ټي ټي پي یو شمیر د پاکستان امنیتي ځواک لوړ پوړي چارواکي په نښه او شهیدان کړل.د افغانستان لوري د ټي ټي پي ترهګرو په ضد د پاکستان اقدام اخستلو په غبرګون کې  د افغانستان لوري غبرګون مخې ته راغې او افغان ځواکونو په پاکستان سرحدي پوستو بریدونه وکړه چې په غبرګون کې پاکستان هم د دفاع په توګه په افغانستان بریدونه وکړل او یو شمیر د ټي تي پي ترهګر ی هم په بریدونو کې له منځه یوړل.

  د ترکیې منځګړیتوب

د دغې ناستې به د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان   مشر ابراهیم کالین کوربه وي۔ د دیپلوماټیکو سرچینو له مخې، د غونډې موخه د سرحدي امنیت، ترهګرۍ ضد همکارۍ، او د باور د بیارغونې ګامونه دي، څو د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ اړیکې بېرته ثبات ته راوګرځول شي۔

  د اسلام‌اباد اساسي اندېښنه

پاکستان ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره باید د هغو وسله‌والو ډلو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه ونه کارول شي چې د پاکستان د امنیت خلاف فعالیت کوي – په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان ترهګر چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي او په پاکستان کې امنیتي اهلکار او عام ولس په نښه کوي ۔ اسلام‌اباد څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکو پرمختګ یوازې هغه وخت ممکن دی چې د افغان موقت حکومت له لوري د دغو ډلو پر ضد عملي اقدامات وشي۔

پرون هم د سینیټ په غونډه کې نایب وزیراعظم اسحاق ډار اوویل له افغانستان ی بیا بیا غوښتنې چې خپله د پاکستان په ضد د کارولو اجازه ور نه کړي، هغه اوویل چې د استنبول مذاکراتو په اړه هیله من دې چې پرمختګ به وشي

 وروستي ډیپلوماټیک تماسونه

د استخباراتي کچې دغه خبرې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د تلیفوني تماسونو وروسته ترسره کېږي۔ د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، د افغان سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ورسره څو ځلې اړیکه نیولې وه، چې دا یې د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا فعالېدو لومړنی جدي ګام وباله۔ خو د افغان بهرنيو چارو وزارت بیا د “څو ځلو تماس” خبره رد کړه، او وویل چې یوازې یو رسمي تماس د دواړو لوریو په همغږۍ ترسره شوی۔

  د پاکستان او افغان طالبانو د اړیکو بحالولو لپاره حساس پړاو

شنونکي وایي چې دا استانبول خبرې د پاکستان او افغانستان د اړیکو لپاره د یو مهم ازموینې پړاو دي۔ د ترکیې منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ امنیتي چوکاټ د جوړولو لپاره ډېر مهم بلل کېږي، څو د پولو پر سر پېښې کمې او د اعتماد فضا بېرته رامنځته شي۔ که دا خبرې بریالۍ شي، نو تمه ده چې دا به د سیمې لپاره د نوې همکارۍ، ثبات او باور یو مهم فصل پرانیزي۔

نورخبرونه

پاکستان او افغانستان ترمنځ استنبول کې مذاکرات کامیاب شوي

نن په استنبول کې یوځل بیا د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ خبرې کیږي

د کابل داخلي ګډوډۍ د استنبول مذاکرات ناکام کړل

Related Articles

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *