تازه خبرونه

پرون څومره افغان کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي، ځانګړې راپور خپور شوې

د افغان مهاجرینو واپس هیواد ته راتللو راپور وایی چې افغان اړوند اداره افغانستان ته واپس راتلونکو افغان کورنیو سره مالي مرستې هم کوی
پرون پاکستان لوري افغانستان ته واپس تلونکو افغان کورنیو لپاره د تورخم دروازه پرانستل شوه

افغان مهاجرنیو اړوند اداره وایی چې د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي

د افغانستان مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء، د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور شوې دې، راپور د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۱۰هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۱۰هـ ل نېټې سره، سمون خوري ، په راپور کې وایی چې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي

د اسلام کلا له لارې (۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۶) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۴) کورنیو سره مجموعًا (۱۰۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۳۳۴)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱)کورنیو سره مجموعًا (۱۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۷۳۱)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۷)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

د سپین بولدک له لارې (۱۴۳۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۹۱۳)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. له سپین بولدک څخه (۸۵۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۱۱۸)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، فراه، نیمروز او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۷۴۶۸۴۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰۲۶)کورنیو سره مجموعًا (۸۶۲۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

غذا: په سپین بولدک کې (۱۷۴۳۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۹۴۲)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي. د مهاجرنیو اړوند دې دفتر بشپړ راپور په دا ډول دې

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۱۴۵۶)کورنۍ او (۷۹۹۸)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۸۵۳)کورنۍ او (۵۱۱۸)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۱۰۴۱)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۹۴۹)عــــدده

نورخبرونه: حکومت پاکستان په خیبر پښتونخوا کښې د افغان مهاجرینو پینځه کیمپونه تړلو پریکړه کړې

Related Articles

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست مفتي نوراحمد د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړه چارواکي آنند پرکاش سره مهمه لیدنه کړې ده

January 13, 2026

د کال ۲۰۲۵ په وروستۍ میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې د امیر پرته بل هیواد ته جګړې لپاره تلل به بغاوت وي

January 13, 2026

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *