د افغان طالبانو کورنیو چارو وزیر سیراج الدين حقاني وروستۍ وينا هڅه کوي چې د پاکستان داخلي امنيتي ستونزې پړه پر اسلاماباد واچوي او د کالعدم تحریک طالبان پاکستان ستونزه يوازې د پاکستان یوه کورنۍ ستونزه وښيي،خو دا داسې ادعاوې دي چې د ميداني حقيقتونو او د دوحې د تړون ژمنو سره څرګند یو تضاد لري
د سراج الدين حقاني، وزیرداخله دا وروستۍ څرګندونې چې په کابل کې د يوې غونډې پر مهال شوې، د افغان طالبانو زغم څرګندونه نه کوي، بلکې دا د وروستيو پېښو په غبرګون کې يو دفاعي او غبرګونمحور دريځ ښکاري ،په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې د د، ټي ټي پي پخوانۍ نایب امیر قاري مضاحم، له منځه يووړل شو،دا د ټي ټي پي هغه مشر وو چې پر افغان خاوره ی به د پاکستان پر ضد د بریدونو پلانول او بیا به ی پاکستان کې ترسره کول
د افغان وزیر داخله دا څرګندونې د اکتوبر په ۲۵مه د استانبول د پنځم پړاو مذاکراتو له بيا پيل سره يو ځای راغلې، چې دا مهال ټاکنه د يوې ستراتېژۍ او دفاعي دريځ څرګندونه کوي۔ پاکستان د افغانستان د حاکميت درناوی کوي، خو دا حقيقت له پامه نه شي غورځولای او نه پاکستان دا کار زغملې شی چې ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي وسلوال د افغانستان په خاوره کې خوندي پناهځايونه ولري، په افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد د بریدونو پلانونه جوړ کړي او الته دې روزنيز مرکزونه ولري چې د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کړ او بې ګناه ولس اووژني
پاکستان د افغانستان حاکمیت او آزادي قدر کوي خو په افغان خاوره د پاکستان پر ضد پلانونه جوړول او د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کول نه شي زغملي
د پاکستان لوړ پوړه چارواکو د معلوماتو ترمخه اسلاماباد څو ځله له کابل څخه غوښتي چې د هغو ډلو پر ضد عملي اقدام وکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد ترهګري کوي ، دا غوښتنه د نړيوالو اصولو او دوهاړخيزو ژمنو پر بنسټ ولاړه ده، ددې غوښتنو په غبرګون کې د افغانستان دا څرګندونې چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي ستونزه ده، یوه بې دلیله او نامناسبه څرګندونه ده او باید افغان چارواکي داسې بې دلیله څرګندونو څخه ډډه وکړي
د امنیتي چارواکو ترمخه پاکستان تر اوسه زغم او د خبرو لاره غوره کړې، خو دا زغم دا معنی نه لري چې پاکستان کمزورې دې، پاکستان د سولې پر ساتلو ټینګ ولاړ دې او ددې دا معنی نه شي کیدلې چې پاکستان به له دې وروسته شی او تسلیم به شي
دفاعي شوونکو ترمخه د سيمې ثبات هغه وخت ممکن دی چې کابل د خبرو پر ځای عملي ګامونه پورته کړي، نه دا چې د مسؤليت د تېښتې لپاره تبليغاتي بيانونه ورکړي او له افغان خاورې څخه په پاکستان بریدونه د پاکستان داخلي مسله وګرځوي
سیاسی او دفاعي شنوونکي ترمخه پاکستان او افغانستان یو کلتور او جغرافیه لري ، د دین اسلام له لارې یو بل سره تړلي دي خو اعتماد هغه وخت قوي کیږي چې ژمنې عملي شی ، ژمنې یوازې په ویناګانو نه قوي ،افغانستان باید دې لپاره قوي تحریري ژمنه ورکړي. د پاکستان چارواکو په وینا پاکستان د سولې او ثبات، د خبرو اترو او همکارۍ دروازې پرانستې ساتي خو پاکستان خپل ملي امنیت، د خپلو وګړو د ساتنې په مسله هیڅ کله هم د جوړ جاړي معامله نه کوي
نورخبرونه
پاکستان د افغان وزیرخارجه بیان ګمراه کوونکې بللې
پاکستان له خپله ځانه ډیر غټ هیواد هند ته ماتې ورکړې ده: عطا تارړ، د اطلاعاتو وفاقي وزیر