تازه خبرونه

هند د آسیا کپ نه اخستو لانجه آیی سي سي ته وړي

د هند کرکټ بورډ لوري یو راپور ترمخه ،دوی به د آسیا اتلولۍ جام نه اخستلو لانجه د کرکټ نړیوال کونسل غونډه کې راپورته کړي
د کرکټ مینه وال د هند دې کار ته ډیر په بد نظر ګوري

راپورونه وایی چې یوه میاشت وشوه چې هند تراوسه د آسیا کرکټ کپ ۲۰۲۵ د اتلولۍ جام نه دې اخستې

 د هند د کرکټ بورډ،بي سي سي آیی،  د اسیا کپ د اتلولۍ جام د نه‌سپارلو لانجه د نړیوال کرکټ شورای ، آیی سي سي  غونډې ته وړي، راپورونه وایی چې یوه میاشت وشوه چې هند کرکټ لوبډلې تراوسه د آسیا کپ د اتلولۍ جام نه دې اخستې

راپورونه وایي چې د هند د کرکټ بورډ   چارواکي تیاری نیسي څو د روانې لانجې  د اسیا کپ د اتلولۍ جام د نه‌سپارلو مسئله د نړیوال کرکټ شورای درې میاشتنۍ غونډې په ایجنډا کې راپورته کړي

د سرچینو له مخې، دا موضوع به د نومبر په څلورمه نېټه د نړیوال کرکټ شورای په غونډه کې د هند د استازو د ایجنډا اصلي او مرکزي ټکی وي

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې په دې وروستیو کې د هندوستان قامي کرکټ لوبډلې  د ۲۰۲۵م کال د اسیا کپ اتل شو خو له یوې میاشتې څخه زیات وخت تېر شوی چې هند لوبډلې  د اتلولۍ جام لا هم نه دې ترلاسه کړې

د کرکټ مینه وال د هندي لوبغاړو په دې کار چې هغوی د اتلولۍ کپ د پاکستان کرکټ بورډ مشر محسن نقوي څخه د جام اخستلو څخه انکار کړو، مینه وال د هند لوبغاړو او د هند کرکټ بورډ دا کار سیاسي بولي او دوی وایی باید هندي لوبغاړي او د هند کرکټ بورډ په سپورټس او کرکټ کې سیاست و نه کړي او لوبو ته د لوبو په نظر اوګوري

نورخبرونه

پاکستاني لوبغاړو بيا قام مايوسه کړو ايشيا کپ ټي ټوئنې فائنل کښې د هند بريا، ټائيټل ئې په خپل نوم کړو

ايشيا کپ: پاکستان  سری لنکا ته په ۵ وکټو ماتې ورکړې

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *