پاک افغان پوله تورخم به سبا په ۱ لومړۍ نیټه د نومبر میاشتې د افغان مهاجرنیو پر مخ پرانستل شي، د پاکستان کسټم هاوس یو اهلکار نن د خالي په ورځ د یو واټس اپ مسج له لارې اړوند اهلکارو ته لارښوونه کړې چې سبا تورخم ته حاضر شي
د افغانستان په لور تورخم کې د افغان سرحدي پولیسو ویاند هم یو مسج خپور کړې سبا د تورخم سبا ورځ یواځې د کډوالو (مهاجرینو) لپاره بېرته پرانیستل کېږي، په دې مسج کې وایی چې افغان هیوادوال او مسافرین دې تورخم ته سفر نه کوي، ځکه د پاکستان لورې له قوله دروازه دا مهال یواځې د مهاجرینو لپاره پرانیستل کېږي دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د پاکستاني چارواکو ترمخه کله چې د ۱۰ او ۱۱م د اکتوبر د شپې ناوخته افغان لوري د پاکستان په سرحدي سیمو بمباري وکړو نو پاکستان هم دې ته سخت غبرګون وښودلو او په افغانستان کې ی د ترهګرو مرکزونه په نښه کړل او یو شمیر ترهګر ی له منځه یوړل، د افغانستان لوري برید په غبرګون کې پاکستان په ۱۲ م د اکتوبر خپل ټول سرحدونو د مسافرو تګ راتګ او تجارتي هلو ځلو په مخ وتړل اونن ۲۰مه ورځ باندې هم پوله تړل شوي
نورخبرونه
افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل