تازه خبرونه

نن په استنبول کې یوځل بیا د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ خبرې کیږي

سرچینې وایی چې نن د زیارت په ورځ به پاکستان او افغان طالبان د قطر او ترکي په مځګړتوب یو ځل بیا خبرې وکړي
نن تمه څرګندیږي چې پاکستان او افغان طالبانو به یوې هوکړې ته ورسي

پاکستان په دې وروستیو د استنبول خبرو کې غوښتنه کړې وه چې افغان طالبان دې دوی سره تحریري ژمنه وکړي خو افغان طالبان له دې وروسته شول

 سرچنیو رسنیو ته ویلي چې په استنبول کې چې د پاکستان پلاوي غړي چې د افغان طالبانو د تحریري ژمنې نه کولو وروسته د خبرو میز څخه اوچت شوي وو، د منځګړو قطر او ترکي له لوري واپس خبرو ته راګرځول شوي دي

 سرچینو ویلي چې  پاکستان او د افغان طالبان مرکچیانو  د درېمګړو قطر او ترکي په مرسته نظرونه تبادله کړي او په پام کې ده، مذاکرات نن د زیارت په ورځ بیا پیل شي

 دلته باید یادونه وشی چې پرون په ټولنیزو رسنیو داسې راپورونه خپاره شول چې د پاکستان پلاوي ترکي پریښې دې او پاکستان ته روان شوي دي، د درواغو پروپیګنډه وه او د پاکستان پلاوې هم په ترکي کې موجود دې.

سرچینو تاید کړې چې نن په زیارت ورځ باندې بیا خبرې کیږي او یو باوري سرچینې ویلي دي چې نن هیله څرګندیږي چې افغان طالبانو او پاکستان په دې شخړه یو هوکړې ته ورسیږي

مهمه ده باید یادونه وشی چې په دې ورستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکیچ له امله په ۱۵م اکتوبر اوربند وغځول شو او بیا د قطر او ترکي په منځګړتوب په ۱۸م او ۱۹م اکتوبر د قطر په کوربتوب او هم دې قطر او ترکي په منځګړتوب دوحه کې خبرې اترې وشوې,به اوربند راضي شو او هوکړه وشوه چې په ترکي کې به په ۲۵اکتوبر غونډه ترسره شي چې د پاکستان او افغانستان شخړې د هوارولو لپاره یو بشپړه میکانیزم تیار شي خو د پاکستاني امنیتي او پلاوي ته نزدې سرچنیو ترمخه د افغان طالبانو تحریري ژمنه نه کولو له امله د استبول خبرې بغیر د څه پایلې ختمې شوې، پاکستان غوښتنه کوله چې افغان طالبان دې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بیلتون خوښې په ضد د اقدم کولو تحریری ژمنه وکړه خو افغان طالبان دې منلو ته تیار نه وو او د خبرو میز څخه اوچت شول

نورخبرونه

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اوربند وغځول شو

پاکستان او افغانستان ترمنځ اوربند وشو

Related Articles

ترهګرو د بنو په هوید پولیسو تاڼې په حدودو کې د امن ګمیټي په غړو برید وکړو او څلور د امن لښکر غړي ی شهیدان کړل

January 13, 2026

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست مفتي نوراحمد د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړه چارواکي آنند پرکاش سره مهمه لیدنه کړې ده

January 13, 2026

د کال ۲۰۲۵ په وروستۍ میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې د امیر پرته بل هیواد ته جګړې لپاره تلل به بغاوت وي

January 13, 2026

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *