تازه خبرونه

افغان طالبانو روس ته د انارو صادرولو تبلیغات پیل کړي

افغان طالبان ښایی روس ته د انارو په صادرولو نړي ته وښایی چې دوی له پاکستانه پرته نورې هم لارې لری چې خپل توکي نورې نړۍ ته واستوي

1 min read

افغان طالبان غواړي نړۍ ته وښایی چې دوی له پاکستان پرته نورې اقتصادي لارې هم لري خو ، شنوونکي وایی دا یوه ناکامه هڅه ده

په ترکي کې د خبرو اترو پر مهال که یو اړخ د افغان طالبان خپل ضد کوي خو پاکستان هم خپل دریځ ورته ښکاره ایښودلې چې په افغان خاوره باید ترهګر له منځه یوړل شي

October 27, 2025

په داسې وخت کې چې د پاکستان سره د افغان طالبانو لوري د کړکیچ لوري ټول سرحدونه تړلي او په ترکي کې د امن لپاره خبرې دوام لري، د افغان طالبانو له لوري په رسنیو خبرونه خپاره کیږي چې افغانستان ۲۲ ټنه کندهاري انار روس ته صادروي چې دا کار ښایی پر پاکستان یو دیپلوماتیک فشار راولي چې افغانستان نورې لارې هم پیدا کولې شي چې له لارې ی نړۍ سره تجارت وکړي

دا اقدام تر ډېره د اقتصادي یا تجارتي بریالیتوب نښه نه ده، بلکې د خپلې مایوسه شوې معیشت د ښودلو یو تبلیغاتي هڅه ده

دغه اعلان د افغان طالبانو له لوري په داسې وخت کې شوی چې پاکستان له افغان طالبانو څخه د تحریک طالبان پاکستان   پر ضد د عملي اقداماتو غوښتنه د خبرو د دوام لپاره یو بنسټیز شرط ګرځولی او طالبان غواړي په دې اقتصادي پرمختګ پرپاکستان فشار راولي خوداسې هڅې ددوی ناکامه تمامیږي

شنونکي وایي، د طالبانو دا اقدام د دې لپاره شوی چې نړیوالې او سیمه‌ییزې کچې ته د خودانحصارۍ یا ځان‌بسیا پیغام واستوي، خو زمکني حقایق برعکس دي. د موجوده راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان اقتصاد شاوخوا ۲۵٪ کمزوری شوی، او د مېوو صادرات د افغانستان ټولو صادراتو یوازې یوه څلورمه برخه جوړوي. دغه برخه هم اوس د پاکستان له خوا د امنیتي محدودیتونو او بندیزونو له امله سخت زیانمنه شوې ده

۲۲ ټنه انار د هغو زرګونو ټنو مېوو بدیل نه‌شي کېدی چې پخوا به هره ورځ د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل.که چیرې طالبانو په خپله خاوره د تحریک طالبان پاکستان ترهګرو په ضد اقدام کوي، د ترکي په خبرو کې ددې اقدام ژمنه کوي نو بیا دا ورځ نزدې ده چې د افغانستان پاکستان ته او د پاکستان په لار نورو هیوادونو ته ډیر د میوو او نورو توکو صادرات زیات شي

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هڅه کوي د خپلو بیانیو له لارې د طالبانو اقتصادي انځور ته مثبته بڼه ورکړي، خو د واقعیت له مخې، هیڅ بدیله لاره د پاکستان د سوداګریزو دهلیزونو او د هغه د امنیتي ضمانتونو بدیل نه‌شي کېدای

ریښتینی حاکمیت او ځان‌بسیا هغه وخت عملي کېږي کله چې افغانستان د تندلارو او وسله‌والو ډلو پر ضد اغېزمن اقدامات ترسره کړي، نه دا چې د انارو څو موټر شمال ته واستوي او بیا یې د بریا نښه وګڼي

د پاکستان دریځ لا هم څرګند دی ، تر هغو چې د افغان طالبانو لوري د کالعدم تحریک طالبان پاکستان او اړونده ډلو پر ضد جدي او باور وړ اقدامات و نه‌شي، سوداګري عادي حالت ته نه‌شي ګرځېدای. د اقتصادي همکارۍ او تجارتي اسانتیاوو بنسټ د امنیتي باورونو او د ترهګرۍ ضد عملي ګامونو پورې تړلی دی او کله چې د پاکستان امنیت باوري شی نو بیا به د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت ډیره وده وکړي

په پای کې، د طالبانو دا د انارو صادرات یوازې یوه ظاهري نښه ده چې غواړي د ځان‌بسیا او اقتصادي ثبات تاثر ورکړي، خو د جغرافیې او اقتصاد واقعي قاعده دا ده چې د افغانستان د ثبات او حاکمیت بنسټ د پاکستان له همکارۍ او د ترهګرۍ  له منځه وړلو پرته ناممکن دی

د استنبول خبرو بریا به هم تر ډېره پورې د همدغو امنیتي او باور ډکو ګامونو پورې تړلې وي، نه دا چې د افغان طالبان چارواکي له علامتي صادراتو تبلیغاتو څرګندونه وکړي چې پاکستان باندې فشار راوړي   

نورخبرونه

روس د نړۍ لومړې هیواد شو چې د افغانستان اسلامي امارت ی په رسمې توګه اوپیژندل

Related Articles

چې کله نه هم د خیبر پښتونخوا نوي وزیراعلی سوګند پورته کړې دې نو د هغه پام عمران خان په لور دې او له عوامي ستونزو ی مخ اړولې

October 27, 2025

د دوحه تړون په دوام کې په ترکي پاکستان د افغان طالبانو مخې ته د ترکي او قطر په منځګړتوب ختمي او ښکار دریځ مخې ته وړاندې کړې دې، نن دریمه غونډه ترسره کیږي

October 27, 2025

پاکستان د دوحه مذاکراتو په دوام کې د ترکي په خبرو کې هم ښکاره دریځ خپل کړې دې او له طالبانو حکومت ی د ټي ټي پي او بي ایل اې پر ضد اقدام غوښتنه کړې ده

October 26, 2025

د فرانس خبري ادارې ۲۴ نیوز راپور کې یوه افغان کورنۍ په داسې ډول نړۍ ته ورښکاره شوې چې موخه ی پاکستان بدنامول دي او دا د ژورنالستي اصولو خلاف ده

October 26, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *