تازه خبرونه

 داسې ښکاري چې طالبان د بل چا په ایجنډا عمل کوي

د دوحه تړون په دوام کې په ترکي پاکستان د افغان طالبانو مخې ته د ترکي او قطر په منځګړتوب ختمي او ښکار دریځ مخې ته وړاندې کړې دې، نن دریمه غونډه ترسره کیږي
نن په دریمه ورځ به هم پاکستان او افغان طالبانو په ترکي کې غونډه کوي

پاکستان له افغان طالبانو غوښتنه کړې چې د ټي ټي پي او بي ایل اې په ضد دې څرګند او ګوټلي ګامونه پورته کړي فایل فوټو: انځور د دوحه مذاکرات ورکړل شوې دې ......

د ترکي په پلازمینه استنبول کې په ۲۵ اکتوبر د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د راپیښې کړکیچ ته د پای ټکې کیښودلو لپاره پرون په دویمه ورځ هم د ترکي او قطر په منځګړتوب او د ترکي په کوربه توب خبرې وشوې

د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې، په استنبول کې د خبرو اترو پر مهال پاکستاني پلاوي افغان طالبانو ته خپل حتمي او نهايي دريځ وړاندې کړ-سرچينې وايي، پاکستان روښانه کړې ده چې د افغان طالبانو له لوري د ترهګرو ملاتړ يا پټ پناه ورکول په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي

د امنيتي چارواکو په وينا، پاکستاني پلاوي ټينګار وکړ چې د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره بايد عملي، جدي او د باور وړ ګامونه پورته شي-خو د سرچينو په وينا، د طالبانو استدلالونه غيرمنطقي او د واقعي حالاتو څخه لرې وو.

چارواکي زياتوي چې داسې ښکاري، افغان طالبان د بل چا په ایجنډا تر نفوذ لاندې روان دي، چارواکي وایی او زیاتوي چې دا یوه داسې ایجنډا ده  چې نه يوازې د افغانستان، بلکې د پاکستان او ټولې سيمې د ثبات او امنيت په ګټه نه تمامیږي او دې سره به د سیمې امن اوثبات ته وي ګواښونه راپیښ شي

د یادونې ده چې نن به په دریمه ورځ هم د پاکستان او افغانستان پلاوي د کړکیچ کمولو او د خبرو دا دویم بهیر پای ته د رسولو لپاره غونډه کوي خو د امنیتي سرچینې ترمخه پاکستان ښکار دریځ خپل کړې چې د سیمې په ثبات باندې او د ترهګرو ډلو په ضد اقدام او د څار په لړ کې به هیڅ کوم جوړ جاړې و نه کړي

نورخبرونه

استنبول مذاکرات: پاکستان د طالبانو حکومت مخې ته سره کرښه راښکلې

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اوربند وغځول شو

Related Articles

د عبدالبصیر جنجالي وینا په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپارولي؛ شنونکي وایي دا ډول څرګندونې د سیمې د امنیت لپاره اندېښنې زیاتوي

March 11, 2026

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د يوناما راپور د ترهګرۍ، ناقانونه وسلو د راتګ، او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو بشپړ انځور نه ښيي

March 11, 2026

پاکستان څو ټانکرونو د راتګ سره د تېلو د ۳۰ ورځو ذخیره خوندي کړه، د سونګ توکو بحران یې مخنیوی وکړ او کورنۍ عرضه یې باثباته کړه

March 11, 2026

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *