تازه خبرونه

پاکستان د ترکي په غونډه کې د افغان طالبانو غوښتنه رد کړې

افغان طالبانو غوښتنه کړې وه چې په دې خبرو کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان پلاوې هم شامل کړي شي
نن بیا په ترکي کې د پاکستان او افغانستان پلاوي دویمه ناسته کیږي

پرون د پاکستان او افغانستان پلاوي په ترکي کې نهه ساعته د دوحه مذاکراتو په دوام کې غونډه کې ګډون کړې دې: انځور د معلوماتو لپاره په اې آیی جوړ شوې

پرون په ۲۵م اکتوبر د دوحه خبرو په دوام کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترکي په کوربه توب غونډه وشوه ، سرچینې وایی چې دا غونډه نهه ساعته جاري وه

سرچینې وایی چې د افغان طالبانو لوري دا وړاندیز او غوښتنه شوې وه چې د تحریک طالبان پاکستان پلاوې دې هم په دې خبرو کې شامل کړي خو سرچینې تایدوي چې پاکستان د افغان طالبانو دا غوښتنه او وړاندیز رد کړې دې

دا هم باید یادونه وشی چې پاکستان له تیرو څو کالو راهسي دا ادعاوې کوي چې په افغانستان کې  تحریک طالبان او نورې ترهګرې ډلې  شتون لري او وس چې افغان طالبانو وړاندیز کوي چې افغان طالبانو وفد کې دې دوی هم شامل کړي نو له دې څرګندیږي چې افغان طالبان په خپله هم تایدوي چې په افغانستان کې تحریک طالبان ډله شتون لري

دلته دا هم مهمه ده چې باید یادونه وشی چې په دې وروستیو کې ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په پاکستان سرحدي قبایلي سیمو کې په پاکستان پوځ او نورو امنیتي اړوند ادارو باندې د یو شمیر بریدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده، په دې بریدونو کې د پاکستان پوځ لوړ پوړه چارواکي هم شهیدان کړې شوي دي

نورخبرونه

د دفاع وزیر بیان پاکستان او افغانستان خبرې  ګډوډوي: شیرپاو

پاکستان ولې مجبور شو چې له افغانستانه د ټي تي پي بریدونو ته غبرګون وښایی

د مفتي کفایت الله ټي ټي پي په اړه لانجه من دریځ

Related Articles

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ناقانونه ګرځولې شوې ډلي ټي ټي پي وسله وال په جنازه کې مولوي شیر علي په وینا کې ګاونډي هیوادونو ته ګواښونه ورکړي دي

January 29, 2026

د افغان طالبانو مشر هیبت الله په مشرۍ کې یو کمیسیون جوړ شوې چې موخه ی دا ده چې په سرحدي سیمو کې قبایلي مشرانو سره غونډې تابیا کړې ترڅو په سرحدي سیمو کې د پاکستان پر ضد تحریکونه راپیدا کړي

January 29, 2026

د وادي تیراه خلکو له ایچ ټي این سره په خبرو کې ویلي دي چې دوی په ټولو پښتنو سیمو کې د امن غوښتونکي دي

January 29, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي دي چې روسیه پلان لري چې افغان طالبانو ته سپکې توپخانې او افغان پوځیانو لپاره د روزنې ورکولو پلان عملي کړي

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *