تازه خبرونه

ټانک کې له منځه وړل شوي ترهګرو کې ۵ ماشومان هم شامل دي

عملیات له خفیه معلوماتو وروسته ترسره شول، ټانک کې له منځه وړل شوي ترهګر کم عمره ماشومان دي، راپور دې چې یو مهم کمانډر هم په دې کې له منځه وړل شوې
په دې وروستیو کې یوه ویډیو کې هم یو افغان ماشوم چې د قران حافظ هم وو په پیښور کې له ځانمرګي،ترهګریز برید وړاندې ونیول شو

په خپور شوي انځور کې ښکاري چې پینځه وژل شوي وسله وال ترهګر کم عمره ماشومان دي، له دې تایدکیږي چې ترهګر کم عمره ماشومان د ځانمرګي بریدونو لپاره تیاروي.

د امنیتي ځواکونو له خوا په لکي مروت کې د خفیه معلوماتو پر بنسټ د خوارجو پر ضد عملیات ترسره شوي، چې پکې ۸ خوارج وژل شوي او ۵ سخت ژوبل شوي دي، په ټانک کې هم وړمه ورځ ۸ ترهګر له منځه وړل شوي وو.

د امنیتي سرچینو په وینا، دا عملیات د اکتوبر په ۲۴مه د لکي مروت د وانډه شیخ الله په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو له مخې ترسره شول۔ د عملیاتو پر مهال خوارجو ته د تېښتې هېڅ موقعه ورنکړل شوه او د وسله‌والو ۸ کسان له منځه یووړل شول۔

سرچینې زیاتوي چې په سیمه کې د نورو ترهګرو د شتون د اندېښنو له امله د لټون عملیات دوام لري.

د امنیتي ادارو د څرګندونو له مخې، د نیشنل ایکشن پلان له مخې به د خوارجو پر ضد دا عملیات تر هغه وخته دوام ولري، څو د وروستي ترهګر د له منځه وړلو او د بشپړ امن او ثبات د ټینګښت موخه ترلاسه نه شي۔

په ټانک کې هم ترهګرو په ضد اپریشن شوې

د یادونې وړ ده چې تېر ماښام په ټانک کې هم د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د هند تر ملاتړ لاندې ۸ خوارج وژل شوي وو،باید ده اهم اوویل شی چې ۸ ترهګرو کې پینځه وژل شوي کسان ډیر کم عمره ښکاري چې ښایی ترهګرې ډلې دا ماشومان روزي،د جهاد لپاره ی هڅوي خو بیا ی ترهګريز بریدونو لپاره کاروي،په دې روستیو کې هم د افغانستان لوري ټي ټي پي ډلې یو ۱۷کلن ماشوم وسیم چې د ننګرهار اوسیدونکې وو، د قران پاک حافظ هم وو، پیښور ته د ځانمرګي برید لپاره رالیږلې وو خو له امنیتي ادارو له لوري په پیښور کې ونیول شو.

په انځور کې ښکاري چې ټي تي پي کم عمره ماشومان د ترهګریز بریدونه لپاره کاروي

نورخبرونه

په هنګو کې چاودنه د پولیسو ایس پي زبیر شهید شوې

Related Articles

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

سرچینې وایی چې چاوندنه کې د چین یغور ولایت یو مسلمان وګړي ژوند له لاسه ورکړې دې

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *