...

دوحه تړون: د افغان طالبانو پلاوې ترکیه ته روان شوې

دوحه تړون: د افغان طالبانو پلاوې ترکیه ته روان شوې
سرچینې وایی چې منځګړي هڅه کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ به په استنبول کې د خبرو اترو دویمه غونډه هم راجوړه کړي

د سرچینې ترمخه د افغان طالبانو پلاوي به له کابل او کندهاره لارښوونه اخستله او هم دا ی لامل وو چې د استنبول خبرې بغیر د څه نتیجې ختمې شوې

د افغان طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ایکس پاڼه یو مهم خبر خپور کړې دې، هغه په خبر کې وایی چې د پاکستان پلاوي سره د ترکیه په غونډه کې ددوی حکومت پلاوې ترکیه ته روان شوې دې.

مهمه ده چې یادونه وشي چې په ۱۸ م اکتوبر د دوحه تړون وروسته دا پریکړه شوې وه چې هم د قطر او ترکیه په منځګړتوب به په ۲۵م اکتوبر د افغان طالبانو پلاوي او پاکستان یوه ګډه غونډه کیږي

ذبیح الله مجاهد وایی چې د افغان طالبانو پلاوې د کورنیو چارو وزارت د مرستیال رحمت الله نجیب په مشرۍ کې ترکیه ته روان شوې چې د دوحه تړون د هوکړې پر پاتې مسلو خبرې اترې وکړي.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي  چې په دې وروستیو کې له افغانستان لوري د ټي ټي پي په بریدونو کې یو شمیر د پوځ لوړ پوړي چارواکي شهیدان کړې شو، پاکستان له تیرو څو کالو راهسي افغان طالبانو ته شواهد او ثبوتونه وړاندې کړي  چې ټي ټي پي له افغان خاورې په پاکستان بریدونه کوي خو افغان طالبانو له دې انکار کوي.

نورخبرونه

دوحه مذاکرات: کله چې یو لوري ځواک وکارول شی نو بیا ډیپلو میسي کارکوي: کارپوهان

 افغان حافظ قران چې ځانمرګي برید ی کولو خو پیښور کې ونیول شو

افغان خاوره له ټي ټي پي لوري د پاکستان په ضد کارول: نوي ثبوتونه او شواهد مخې ته راغلي

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.