...

لنډي کوتل کې ترهګریز برید: د پولیسو پوسته په بارودو والوځول شوه

په دې وروستیو کې په لنډي کوتل کې د پولیسو په پوستو یو شمیر بریدونه شوي چې ځایی خلک ی له سختو اندیښنو سره مخ کړي دي
د ترهګریز بریدونو له امله لنډي کوتل هم په دې لنډ تیر وخت کې بد اغیزمن شوې دې

لنډي کوتل کې په دې وروستیو کې یو پولیس اهلکار هم له نامعلومه وسله والو له لوري په نښه شوي او له منځه وړل شوې

لنډې کوتل: پاک افغان پوله تورخم سره نزدې د پیښور او تورخم په لویه لار د پولیسو په یوه پوسته زیارت او د جمعې شپې ترمنځ ناوخته له نامعلومه وسله والو لوري برید وشو، زوروره  چاودنه وشوه  او ډزې هم وشوې. ځایی سرچینې

ځایی سرچینې وایی د لنډي کوتل په تحصیل کې  شپې ناوخت  نامعلومو وسله‌والو د پولیسو  زېړئی چيک پوسټ کې  چاودېدونکو توکو په وسیله زوروره چاودنه وکړه . د سرچینو په وينا، لومړی يوه زوروره چاودنه وشوه او وروسته ی سختې ډزې هم ترغوږ شوې. . د راپورونو له مخې، د لنډي کوتل زیړې په سیمه کې  امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د لټون عمليات يې پيل کړي دي. د چاودنې له امله چيک پوسټ ودانۍ ته زیان رسیدلې  خو د انساني زیان  په اړه تر اوسه رسمي جزئيات نه دي ورکړل شوي

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې په ۲۱م اکتوبر هم د ضلع خیبر مشرانو یوې جرګې په تیراه کې د ټي تي پي او حافظ ګل بهادر ډلې سره د امن لپاره خبرې کړي دي،وسله والو ته ویل شوي دي چې له دې سیمې دې اووځي او که له سیمې بهر لاړ نه شي نو بیا به په تیراه کې ددوی په ضد اپریشن وکړې شي

نورخبرونه

د امن لپاره جرګه:  خیبر مشرانو په تیراه کې وسله والو ډلو سره خبرې کړي

افغان خاوره له ټي ټي پي لوري د پاکستان په ضد کارول: نوي ثبوتونه او شواهد مخې ته راغلي

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.