د پاکستان د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ کې نن د زیارت په ورځ د وفاقي کابینې غونډه ترسره شوه، چې پکې د تحریک لبیک پاکستان باندې بندیز لګولو منظوري ورکړل شوه
د کابینې د اعلامیې له مخې، غونډې ته د کورنیو چارو وزارت او د پنجاب صوبې لوړپوړو چارواکو ، د ویډیو لنک له لارې د تاوتریخوالي او ترهګریزو فعالیتونو په اړه تفصیلي بریفنګ وړاندې کړو او له دې وروستو په دې ګوند د بندیز منظوري ورکړل شوه
اعلامیه وايي، چې دا ډله له ۲۰۱۶ کال راهیسې فعاله ده او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د ګډوډۍ، تشدد او ناامنۍ سبب ګرځېدلې ده. په ۲۰۲۱ کال کې هم د هغه وخت حکومت په ټی ایل پي بندیز لګولی و، خو شپږ میاشتې وروسته د دې شرط پر بنسټ بندیز لرې شو، چې دغه ډله به بیا هېڅکله تاوتریخوالی او ګډوډي نه کوي
خو د حکومت له مخې، نه یوازې دا ژمنه ماته کړې، بلکې بیا یې تاوتریخوالۍ ته دوام ورکړی، چې له امله یې امنیتي سرتېري او عام وګړي وژل شوي دي. د همدې له کبله کابینې په اتفاق سره دا پرېکړه وکړه، چې یاد ګوند د ترهګرۍ او تاوتریخوالي په فعالیتونو کې ښکېله ده
کابینې د قانوني مرحلو د بشپړولو لپاره د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه. د سرچینو په وینا، د بندیز دا پرېکړه به اوس د قانون وزارت ته ولېږل شي، چې له مخې به یو رسمي ریفرنس د سترې محکمې یعني سپریم کورټ ته وړاندې کېږي
مهمه ده او باید یادونه وشي چې که ستره محکمه دا بندیز منظور کړي، نو الیکشن کمیشن به ټی ایل پي رجسټریشن ختم کړي او په قانوني توګه به په دې ګوند بندیز عملي شي او دا ګوند به ناقانونه وګرځول شی
د سرچینو په وینا، د کابینې له منظوري وروسته به په ۱۵ ورځو کې دننه ریفرنس سپریم کورټ ته وسپارل شي، او وروستی پرېکړه به هم دا محکمه وکړي
یادونه کېږي چې د پنجاب حکومت یوه اونۍ مخکېهم په ټي ایل پي بندیز ریفرنس کورنیو چارو وزارت ته لېږلی و، او د نن ورځې د کابینې غونډې په ایجنډا کې همدا وړاندیز د انسداد ترهګرۍ قانون بي(۱)۱۱ مادې ترمخه شامل وو