تازه خبرونه

وفاقي کابینې په ټي ایل پي ګوند د بندیز منظورې ورکړې

نن د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې د وفاقي کابینې په غونډه کې دې ګوند په اړه د غیرقانوني ګرځولو منظوري ورکړل شوه

1 min read

اعلامیه وايي چې ټي ایل پي ګوند له ۲۰۱۶ کال راهیسې فعاله ده او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د ګډوډۍ

فایل فوټو: د ټي ایل پي ګوند کارکوونکو چې کله هم احتجاج پیل کړې نو ددې ګوند د سخت دریځۍ له امله ددوی احتجاجونو کې تاوتریوخوالۍ رامنځته شوې او مرګ ژوبله مخې ته راغلې

October 23, 2025

د پاکستان د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ کې نن د زیارت په ورځ  د وفاقي کابینې غونډه ترسره شوه، چې پکې د تحریک لبیک پاکستان باندې  بندیز لګولو منظوري ورکړل شوه

د کابینې د اعلامیې له مخې، غونډې ته د کورنیو چارو وزارت او د پنجاب صوبې لوړپوړو چارواکو ، د ویډیو لنک له لارې  د تاوتریخوالي او ترهګریزو فعالیتونو په اړه تفصیلي بریفنګ وړاندې کړو او له دې وروستو په دې ګوند د بندیز منظوري ورکړل شوه

اعلامیه وايي، چې دا ډله له ۲۰۱۶ کال راهیسې فعاله ده او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د ګډوډۍ، تشدد او ناامنۍ سبب ګرځېدلې ده. په ۲۰۲۱ کال کې هم د هغه وخت حکومت په ټی ایل پي بندیز لګولی و، خو شپږ میاشتې وروسته د دې شرط پر بنسټ بندیز لرې شو، چې دغه ډله به بیا هېڅکله تاوتریخوالی او ګډوډي نه کوي

خو د حکومت له مخې،   نه یوازې دا ژمنه ماته کړې، بلکې بیا یې تاوتریخوالۍ ته دوام ورکړی، چې له امله یې امنیتي سرتېري او عام وګړي وژل شوي دي. د همدې له کبله کابینې په اتفاق سره دا پرېکړه وکړه، چې یاد ګوند د ترهګرۍ او تاوتریخوالي په فعالیتونو کې ښکېله ده

کابینې د قانوني مرحلو د بشپړولو لپاره د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه. د سرچینو په وینا، د بندیز دا پرېکړه به اوس د قانون وزارت ته ولېږل شي، چې له مخې به یو رسمي ریفرنس د سترې محکمې یعني سپریم کورټ ته وړاندې کېږي

مهمه ده او باید یادونه وشي چې که ستره محکمه دا بندیز منظور کړي، نو الیکشن کمیشن به ټی ایل پي رجسټریشن ختم کړي او په قانوني توګه به په دې ګوند بندیز عملي شي او دا ګوند به ناقانونه وګرځول شی

د سرچینو په وینا، د کابینې له منظوري وروسته به په ۱۵ ورځو کې دننه ریفرنس سپریم کورټ ته وسپارل شي، او وروستی پرېکړه به هم دا محکمه وکړي

یادونه کېږي چې د پنجاب حکومت یوه اونۍ مخکېهم په ټي ایل پي  بندیز ریفرنس کورنیو چارو وزارت ته لېږلی و، او د نن ورځې د کابینې غونډې په ایجنډا کې همدا وړاندیز د انسداد ترهګرۍ قانون بي(۱)۱۱ مادې ترمخه شامل وو

Related Articles

د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پوهان وایی چې آیی ټي په میدان کې ددې پرمختګ سره به په پاکستان کې د ځوانانو روزنه وشی چې دا به د ځوانانو په ژوند ډیر ښه اثر وکړي

November 9, 2025

اسلام آباد، ۹ نومبر ۲۰۲۵: د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان د استانبول خبرو په اړه تفصیلي بیان خپور کړ، چې د نومبر د ۶–۷ په ورځو د ترکیې او قطر د ورور هېوادونو د منځګړتوب لاندې ترسره شوې وې

November 9, 2025

په دې ورستیو کې د پاکستان او ایران ترمنځ استنبول کې خبرې د ځنډ ښکار شوي دي

November 9, 2025

افغان طالبان وایی پاکستان څخه راستنې شوې افغان کورنیو سره مالي مرستې هم کوو

November 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *