د اسلاماباد د ریجنل سټډیز انسټیټوټ له لوري یو بشپړ پالیسي بریف خپور کړی چې پکې څرګنده شوې ده چې د افغان طالبانو له لوري د تحریکِ طالبان پاکستان ملاتړ یوازې د خوندي پناهځایونو برابرولو پورې محدود نه دې پاتې شوی، بلکې اوس په تنظیمي او عملي شکل کې هم مستقیم ګډون ښکارېږي
د پالیسي بریف پر بنسټ د افغان طالبانو په سرپرستي کې د د ټي ټي پي تشکیلي ډلې فعاله شوي دي، چې دې کار د پاکستان په کور دننه د تروریزم نوې څپې ته ی وده ورکړې ده. راپور د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د طالبانو پر ضد ګډه ستراتیژي جوړه کړي ترڅو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړي پای ته ورسېږي.دغه پالیسي بریف د سینئر ریسرچ انالسټ سید عمران سردار لخوا ترتیب شوی دی
ایګزیکټیو سمري
رپورټ وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له راوروسته چې طالبان بیا واک ته راغلل، په پاکستان کې د سرحد پار ترهګریز فعالیتونو کې په څرګند ډول زیاتوالی راغی. د میداني راپورونو، شواهدو او د وژل شویو ترهګرو د پېژندنې په رڼا کې زیاتره بریدګر افغان وګړي دي. په دې موده کې افغانستان د طالبانو د رژیم په لاس کې د پاکستان ضد ترهګرۍ لپاره یوه لویه اسانتیا برابره کړې ده
د جون تر سپټمبر ۲۰۲۵ پورې د منظم ترهګريزو ډلو شمېر کې ۳۶٪ او له سرحد څخه را اوښتو ترهګرو په مجموعي شمېر کې ۴۸٪ زیاتوالی ثبت شو. په دغو کې ۷۰–۸۰٪ ته نږدې کسان افغان اتباع وو، په داسې حال کې چې په پخوانیو کلونو کې دا نسبت یوازې ۵–۱۰٪ وو.
رپورټ څرګندوي چې افغان طالبان په بیلابیلو بڼو کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان مستقیم ملاتړ کوي چې پکې د مشرانو ته پناه ورکول، مالي مرستې، وسلې، د سفر انتظامات او لوژستیکي مرستې شاملې دي.
طالبان په افغانستان کې له ۶۰ څخه زیات ټي ټي پي کمپونه فعال ساتلي دي چې د پاکستان پر ضد عملیات ترسره کوي. د دې حالات له امله پاکستان اړ دی چې خپله امنیتي، ډیپلوماټیک او سرحدي ستراتیژي ژر تر ژره له سره تنظیم کړي څو د افغانستان له خاورې په موثره توګه د ترهګرۍ د سرچینو مخه ونیول شي
پس منظر
د طالبانو د کابل تر نیولو وروسته پاکستان تمه درلوده چې له افغانستان سره به سرحدي ثبات او د ټي ټي پي پر ضد همکاري ښه شي؛ خو له دې پرته د طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ نظریاتي او عملي اړیکو افغانستان د ترهګرۍ لپاره د یو خوندي پناهځای په توګه بدل کړی دی
طالبانو د پاکستان لوري یو شمیر ډیپلوماټیکو غوښتنو او نړیوالو غوښتنو ته په کتو سره هم د ټي ټي پي پر ضد قابل ذکر اقدام نه دی کړی او په ځینو مواردو کې یې عملي ملاتړ ته دوام ورکړی دی. په نتیجه کې تر ۲۰۲۵ کال پورې د پاک-افغان سرحد په سیمه کې تر ټولو زیاتې ترهګریزې پېښې ریکارډ شوې دي چې دا د سیمې د امن، سوداګرۍ او د ترهګرۍ پر ضد د هڅو لپاره جدي خطر جوړوي
مهمې مشاهدې او شواهد
د راپور له مخې د جون تر سپټمبر ۲۰۲۵ پورې شاوخوا ۴۰۰۰ ترهګر چې په ۱۷۲ ډلو تقسیم شوي وو، له افغانستانه خیبرپښتونخوا ته را داخل شول
په همدې موده کې له زابل، پکتیکا، قندهار او نمروز ولایتونو څخه بلوچستان ته ۸۳ تشکیل شوي ډلې داخلې شوې چې شاوخوا ۱۲۰۰ ترهګر پکې وو. د دغو حملو ۷۰–۸۰٪ برخه افغان وګړي تشکیلوي
د پالیسي بریف په حواله د ۷ اګست ۲۰۲۵ په ژوب (سمبزه) کې د امنیتي ځواکونو اپریشن وروسته هغه ۷۰ وژل شوي ترهګر ټول افغان تبع وو او د هغوی د جسدونو د انتقال لپاره افغان واکمنيو رسمي غوښتنې هم کړې وې همدارنګه د اپرېل ۲۵–۲۶ په نېټه په شمالي وزیرستان کې هم ۴۵ افغان ترهګر له منځ یوړل شول.
تر سپټمبر ۲۰۲۵ پورې په مختلفو عملیاتو کې ۲۶۷ وژل شوي هغه کسان وو چې د افغان تبع لرونکو په توګه پېژندل شوي وو؛ او د اپرېل نه تر سپټمبر ترمنځ په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ۱۳۵ افغان ترهګر وژل شوي دي
افغان اتباع په یو شمېر لوړ پروفایل بریدونو کې هم ککړ ګرځول شوي دي، د بېلګې په توګه د ۳ سېپټمبر ۲۰۲۵ په بنو کې د فرنټېئر کانسټېبلري پر مرکز حمله کې له ۶ څخه ۳ بریدګر افغان وو؛ او د ۱۵ اکتوبر په چمن برید کې هم د افغان ځانمرګي بریدګر وژل کېدو راپورونه دي
د طالبانو مستقیم ملاتړ
رپورټ ادعا کوي چې طالبان د ټي ټي پي هغه جګړه مارانو ته چې په افغانستان کې دي، د هغوی د کورنیو لپاره ۵۰,۰۰۰ افغانۍ پیسې ورکوي. د تحریک طالبان پاکستان مشر نور ولی محسود په کابل کې د طالبانو تر حفاظتي چترې لاندې دی او میاشتنی تقاعد/وظیفه یې شاوخوا ۴۳,۰۰۰ امریکايي ډالره بيان شوې ده. د نورستان، کنړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې شاوخوا ۶۰ څخه زیات د ټي ټي پي کمپونه فعال ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د څارنې ۳۶مې رپوټ هم ښيي چې په افغانستان کې د ټي ټي پي او القاعده ګډ روزنیز مرکزونه شته. راپور زیاتوي چې طالبانو تر نیټو ځواکونو وسلو پورې لاسرسی درلودل ، لکه M4، M16، کارباین، نائټ وژن او نور تجهیزات او دا ډول وسلې ټي ټي پي ته رسیدلي دي. د طالبانو استخباراتي ریاست د ټي ټي پي جنګیالیو ته انتقالي پاسونه ورکوي ترڅو دوی له چیکپواینټونو پرته ازادانه تګ راتګ ولري
پروپیګنډه او د جذب نیټورک
ټي ټي پي پورې تړلې میډیا په ځانګړي ډول عمر میډیا له افغانستان څخه په دوامداره توګه د انلاین او کوډ شوي پلیټفورمونو له لارې جهادي پروپیګنډه خپروي. د نور ولی محسود ویدیوګانې چې په افغان سیمو کې د عوامو په محفلونو کې یې ویناګانې ښيي، افغان ځوانان د پاکستان پر جهاد ته رابلي. د طالبانو پوځي افسران او فرقه ییز یونټونه هم د ټي ټي پي لپاره جنګي نوکران جذبوي او ترهګریز کمپونو ته یې تحفظ برابروي
پایلې او اغېزې
د طالبانو په حکومتي کچه د ترهګرۍ ملاتړ د پاکستان د داخلي امنیت لپاره حتمي او جدي ګواښ دی.له سرحده تر ننوتلو احصایوي معلومات ښيي چې افغانستان یوازې د ترهګرۍ سرچینه نه ده، بلکې یو عملیاتي مرکز او د عملیاتو لوی مرکزګرځېدلی دی
د طالبانو حکومت د نړیوالو ترهګرۍ د مخنیوي معیارونو په پلې کولو کې ناکام دی، چې دا یو جدي سفارتي مسئله ګرځېدلې ده.د طالبانو دوهګون رویه د انکار خبرې او له عمله ملاتړ پاکستان ته د پالیسۍ جوړونې په برخه کې ستونزې رامنځته کړې دي.د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۶۰۰ کیلو متره اوږد سرحدي کرښې پر وروتوالی دایمي دراندازی ته اړتیا څرګندوي چې پاکستان باید د سرحد د سیمې په سیسټمونو کې د پام وړ اصلاحات راولي ، د اصلاحات باید په پوله د فینسنگ، څارنې او همغږۍ په برخو کې راوستل شي
راپور دا هم ګواهي ورکوي چې د نیټو ځواکونو تر وتلو وروسته د امریکایي وسلو د لاسرسي موضوع په نړیواله کچه اندېښنه راپورته کړې او اوس د سیمې لپاره مستقیم خطر ګڼل کېږي
پالیسۍ سپارښتنې
- پالیسۍ سپارښتنې
- ۱ ډیپلوماتیک اقدام: پاکستان باید خپلې تصدیق شوې شواهد او د ملګرو ملتونو رپورټونه نړیوالو ادارو (لکه او آیی سي، اي یو، یو ایس اې او چین ته ته وړاندې کړي تر څو پر طالبانو بینالملي فشار راوستل شي.
- ۲. سیمهییز میکانیزمونه فعالول: د شنګهاي همکارۍ سازمان او سارک په څېر فورمونه فعاله کړل شي څو د افغانستان څخه راوتونکې ترهګرۍ پر ضد ګډه تګلاره جوړه شي.
- ۳. همکاري مشروط کول: له طالبانو سره هر ډول راتلونکی همکاري دې د ټي ټي پي کمپونو په بشپړ ډول له منځه وړلو شرط ته وتړل شي.
- ۴. سرحدي او امنیتي تدابیر: په سرحدي سیمو کې د ډرونونو، نایټویژن وسایلو او ګراؤنډ ریډارونو نصب زیات کړل شي؛ د بارډر فورسونو لپاره قانوني واکونه ورکړل شي چې د مخکینۍ ضربې په شمول هدفي عملیات ترسره کړي. د چمن، ژوب او شمالي وزیرستان سکتورونو کې د بارډرفنس پاتې برخې ژر بشپړې شي.
- ۵. استخباراتي همغږي: د استخباراتي ادارو ترمنځ فیوژن سېلونه جوړ شي ترڅو معلومات په وخت شریکه او د عمل لپاره وکارول شي.
- ۶. مالي کنټرول: د طالبانو سره تړاو لرونکي مالي چینلونه دې د فیټیف او نورو مالي څارونکو له لارې بند شي.
- ۷. بیانیه سازي او مخنیوی: د طالبانو د انکار له منطق څخه پرده پورته کولو لپاره یو نړیواله میډیا کمپاین پیل شي، او د افغان ځوانانو د جذب مخنیوي لپاره معلوماتي او تعلیمي پروګرامونه پلي شي.
د پای ټکي
رپورټ استدلال کوي چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ احصایي ارقام ښکاره کوي چې د طالبانو ترسیور لاندې افغانستان اوس د پاکستان په وړاندې د ترهګرۍ تر ټولو لوی اسسټنټ او فعال مرکزګرځېدلی دی. افغان اتباع نه یواځې په دغو بریدونو کې برخه اخلي، بلکې د ټي ټي پي آپریشنل جوړښت کې مرکزي رول لري
د طالبانو له خوا ترهګرو ته پناه، سرچینې او ازادي ورکول یوازې د پاکستان لپاره خطر نه دی، بلکې د سیمې د ثبات او نړیوال ضد ترهګریز اقداماتو لپاره هم یو ژور چیلنج جوړوي. راپور ټینګار کوي چې یوازې د یوې منظمې او همغږې نړیوالې ستراتیژۍ په مرسته شونې ده چې طالبان دې ته اړ کړل شي چې د ترهګرو ډلو ملاتړي پرېږدي او د سیمې د امن په برابرولو کې ګټور رول ولوبوي
نورخبرونه
ډیورنډکرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحد نه دې: مولا محمد یعقوب