تازه خبرونه

ډیورنډکرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحد نه دې: مولا محمد یعقوب

د افغانستان طالبانو حکومت د دفاع وزیر ویلي دي چې ډیورنډ کرښې په اړه به افغان ملت پریکړه کوي
افغان وزیردفاع ویلي که پاکستان د دوحه معاهدې سړغړونه کوي نو افغانستان به غاښ ماتې ځواب ورکړي

افغان وزیردفاع مولا محمد یعقوب ویلي دي چې پاکستان که کومې ډلې په ضد اپریشن کوي نو دا ددوی داخلي ستونزه ده

د افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب اوویل چې هېڅ هېواد ته به دا اجازه ور نه کړل شي چې د افغانستان خپلواکي تر پښو لاندې کړي يا د هېواد امن او ثبات ګډوډ کړي.

مولوي يعقوب ټينګار وکړ چې د ډيورنډ کرښې موضوع د معاهدې د هېڅ برخې برخه نه وه، ځکه دا د ملتونو تر منځ يوه شخړه ده او دا فورم د دې بحث لپاره نه و،زیاته ی کړه چې افغان ملت به ددې په اه پریکړه کوي.

د ترکيې د راتلونکې غونډې په اړه يې وويل چې هلته به د اوسني تړون د عملي کولو څرنګوالي او د امنيت د ټينګښت په اړه خبرې وشي.

کله چې يو خبريال ترې وپوښتل چې د پاکستان له لوري د بيا بريد نه کولو يا د تړون د نه سرغړونې کوم ضمانت شته، نو هغه وويل چې پاکستان خپله ژمنه د دوو نورو هېوادونو په حضور کې کړې ده، دفاع وزير زياته کړه چې که له پاکستانه کوم بريد وشي نو د برید په سخت ځواب ورکړل شي ځکه افغانستان د دفاع حق لري.

نوموړي وويل چې په دې وروستیو کې پاکستان د افغانستان د فضايي حدودو سرغړونه وکړه  او اسلامي امارت د دې سرغړونې په وړاندې پرېکنده ځواب ورکړی دی، هغه روښانه کړه چې د تړون له مخې به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريزې چارې بېرته عادي حالت ته راشي.

مولوي يعقوب زياته کړه چې افغانستان يو خپلواک هېواد دی او غواړي له ټولو هېوادونو،وې ویل چې هیڅوک نه شوي کولې زموږ خارجه پالیسي سنسر کړي، وې ویل چې افغانستان د هند  په شمول د پاکستان سره د ملي ګټو پر بنسټ مثبتې اړيکې غواړي  او له هېچا سره دښمني نه غواړي، زیاته کړه افغانستان نه غواړي هند سره داسې اړیکې ولري چې د پاکستان په زیان وی او نه موږ داسې اړیکې پاکستان سره غواړو چې دا اړیکې د هند په زیان وي.

د يو بل پوښتنې په ځواب کې يې وويل چې هغه اصطلاحات لکه خوارج او ترهګر چې پاکستان ی کاروي، دا د هغوی خپل مسئله ده؛ افغانستان نه د چا ملاتړ کوي او نه به وکړي، زیاته ی کړه چې که پاکستان د کومې ډلې په ضد اپریشن کوي نو دا ددوی داخلي مسله ده خو که یو ملک برید وکړي نو بل هیواد به ی ملاتړ نه کوي.

د افغان کډوالو په اړه مولوي يعقوب وويل چې موږ د افغان کډوالو پر وضعيت خبرې کړې دي او ټينګار مو کړی چې له هغوی سره باید ښه انساني سلوک وشي او هغوي په زور راستانه نه کړې شي.

نورخبرونه

دوحه مذاکرات: کله چې یو لوري ځواک وکارول شی نو بیا ډیپلو میسي کارکوي: کارپوهان

  دوحه مذاکرات: پاکستان او افغانستان په اوربند راضي شوي

Related Articles

په افغانستان کې د القاعده برصغیر (AQIS) د طالبان په ملاتړ خپل روزنیز کمپونه او تنظيمي جوړښت پراخ کړی دی. راپورونه ښيي چې په دې لړ کې د تر ټولو خطرناکو بهرنیو ترهګرو بېرته راتګ شوی او د بېلابېلو وسله‌والو ډلو ترمنځ پیاوړي اړیکې ټینګې شوې دي، چې دا چاره د سیمې لپاره جدي امنیتي اندېښنې راولاړوي

February 15, 2026

که دولت د پرمختیايي پروژو ترڅنګ د ځوانانو فکري ساتنه او سمې معلوماتو برابرولو کې پاتې راشي،

February 14, 2026

دغه اعتراف د طالبانو هغه اوږدمهاله ادعا رد کړه چې هغوی یې هڅه کوله نړیوالو ته دا انګېرنه ورکړي چې د دوی او القاعده په څېر سازمانونو ترمنځ اوس نور هېڅ اړیکه نشته

February 14, 2026

د بلوچستان او خیبرپختونخوا وروستیو بریدونو ته په اشاره، هغه د ملکي وګړو، تاسیساتو او امنیتي ځواکونو د هدف ګرځولو غندنه وکړه. هغه وویل چې ترهګرۍ ته هیڅ توجیه نشته او هغه عناصر چې د دې لپاره نرم دریځ لري، په حقیقت کې ملي یووالي ته زیان رسوي

February 14, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *