اسلام آباد : وړمه ورځ په پلازمینه اسلام آباد کې د وزیر اعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه یوه مهمه او لوړ پوړې غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د پوځ مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر، فدرالي وزیران، د ازاد کشمیر، پنجاب، سندھ، بلوچستان او ګلګت بلتستان وزیرانِ اعلی او لوړ پوړي حکومتي او پوځي چارواکي ګډون وکړ خو د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهیل آفریدي ګډون ونه کړ او د خپلې استازولۍ چارې یې مزمل اسلم ته وسپارلې
د افغان مهاجرینو هیواد ته واپس لیږلو په اړه تابیا شوې ددې غونډې په پیل کې وزیر اعظم ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې خیبر پښتونخوا د وفاق یوه مهمه برخه ده، او وفاقي حکومت د دې صوبې د خلکو د سوکالۍ او پرمختګ لپاره هر ډول همکاري ته چمتو دی. ده وویل چې پرون یې د خیبر پښتونخوا له وزیر اعلی سره ی ټیلیفوني تماس نیولی، هغه له یې مبارکي ورکړې او د بشپړ ملاتړ ډاډ یې ورکړی.
وزیر اعظم شهباز شریف وویل چې پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان هرې ستونزمنې مرحلې کې مرسته کړې، خو افسوس دا دی چې نن ورځ د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارېږي. هغه ټینګار وکړ چې پاکستان څو ځله د سیاسي او سفارتي لارو له لارې د طالبانو حکومت ته ویلي چې خپله خاوره د ترهګریزو فعالیتونو لپاره اجازه مه ورکوې
ده زیاته کړه چې د پاکستان ولس چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې زرګونه قربانۍ ورکړې، اوس دا پوښتنه کوي چې حکومت به تر څو د افغان کډوالو بار اوچتوي؟
غونډې ته دا معلومات ورکړل شول چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر تر ۱۶مې پورې ۱۴ لکه او ۷۷ زره او ۵۹۲ افغان اتباع خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي. دا بهیر په پړاوونو کې روان دی، او هغو افغانانو ته چې ناقانونه مېشت دي، نور وخت نه ورکول کېږي. یوازې هغه افغانان به پاتې کېدای شي چې قانوني ویزې ولري
ویل شوي چې افغانستان سره په پوله د افغان مهاجرنیو لپاره د وتلو لارو شمېر زیاتېږي ترڅو د افغان کورنیو افغانستان ته د بېرته ستنولو بهیر چټک او منظم شي
وزیر اعظم واضح لارښوونه وکړه چې د ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو پر مهال دې له مشرانو، ښځو، ماشومانو او اقلیتونو سره د درناوي چلند وشي
ګډونوالو د وزیر اعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر د رول ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دوی په مشرتابه کې پاکستان د افغانستان وروستي برید ته پیاوړی ځواب ورکړ او د هېواد خپلواکي یې خوندي کړه
په پای کې پرېکړه وشوه چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه وړاندې شوې سپارښتنې به په بشپړ ډول عملي کېږي، او ټولو صوبو ته لارښوونه وشوه چې د وفاقي حکومت سره نږدې همکاري وکړي
د سرچینو په وینا، د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی په غونډه کې د ګډون نه کولو وروسته د وزیر اعظم دفتر سرچینو ناخوښي څرګنده کړه او دا یې ی و بې پرواه او غیرذمه وار کار وباله ، هغوی وویل چې د وفاقي حکومت له همکارۍ پرته یوازې سیاسي څرګندونې کول د دولتي چارو پر سیاست بدلول دي. یادونه وشوه چې د غونډې پر مهال سهیل آفریدي په اسلام آباد کې موجود وو خو بیا ی هم په دې مهمه غونډه کې ګډون و نه کړ
نورخبرونه
د پاکستان تحریک انصاف سهیل افریدي وزیراعلی خیبر پښتونخوا جوړیدې شي که نه؟
د پاکستان تحریک انصاف نوي وزیراعلی لومړې وینا ددې ګوند د دوه مخې پالیسۍ ښکارندوی ده